د بلخ له مرکزي محبس څخه ۵ تنه زندانیان په تیښته بریالي شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۶ فرید افغان)
د بلخ امنیتي چارواکي وایي چې تیره ورځ د دې ولایت له مرکزي زندان څخه ۵ تنه زندانیان تښتیدلي دي.
د بلخ دپولیسو آمر عبدالرزاق قادري رسنیو ته ویلي؛ دا زندانیان لومړی له خپلې پنجرې عمومي زندان ته وتلي او بیا یې د دیوال په سوري کولوسره تیښته کړې.
قادري ویلي چې دا جنایي بندیان و او د قتل او اختطاف په تور نیول شوي و.
د قادري په خبره؛ د تښتیدونکو بندیانو د بیا نیولو پسې یې په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې بندیان له زندانونو په تیښته بریالي کیږي بلکه په تیر کې هم په ځلونو ورته پیښې ترسره شوې دي.



