کندهار: د بهرنيو ځواکونو په ټانګ د ماين چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۰) د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په ټانګ د ماين چاودنه شوې، چې له کبله يې عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سيمه ييزې سرچينې وايي، پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ مربوط د خونسيزو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
عيني شاهدان وايي، په چاودنه کې د بهرنيو ځواکونو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی او پکې سپرو بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سيمې يو تن اوسېدونکي شاهدالله کابل ټکی کام ته وويل، له چاودنې وروسته بهرنيو ځواکونو شاوخوا هوايي ډزې وکړې او هيڅوک يې د پېښې ځای ته نږدې نه پرېښودل.
طالبانو د چاودنې مسئوليت په غاړه اخيستی او زياتوي چې په چاودنه کې يې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ډنډ ولسوالۍ يوې امنیتي سرچينې پېښه تاييد کړه خو د اوښتو تلفاتو له ورکولو يې ډډه کوله.
تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.
وخت ناوخت د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په بهرنيو ځواکونو د طالبانو له لوري د ځمکنيو ماينونو چاودنې کېږي، چې په ترڅ کې هغوی ته مرګ ژوبله اوړي، خو د بهرنيو ځواکونو د پاليسۍ له مخې ناټو او امريکايي ځواکونه له ښايسته ځنډ وروسته دوی ته ور اوښتې مرګ ژوبله تاييدوي خو هغه هم په ډېرو لږو تلفاتو اعتراف کوي.



