فلسطين له پاکستانه خپل سفير وربللی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۰) د فلسطين حکومت په پاکستان کې خپل سفير وليد ابوعلي له دې کبله خپل هېواد ته وربللی چې نوموړي په يوه لاريون او غونډه کې چې د تېرې جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې جوړه شوې وه ګډون کړی و.
د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيانيه کې ويلي، پاکستان کې د بيت المقدس په ملاتړ لاريون کې د فلسطيني سفير ګډون تېروتنه ده، ځکه په وينا يې هلته داسې کسان هم و چې د ترهګرو په ملاتړ تورن شوي دي.
بيانيه کې راغلي، د دې تېروتنې له کبله د فلسطين حکومت د مشر په امر له اسلام اباده خپل سفير وربللی دی.
د خواله رسنيو له لارې په غونډه کې د وليد ابوعلي او د حافظ سعيد د ګډون يوځای انځورونه خپاره شوي، چې وروسته په دې اړه د هند د بهرنيو چارو وزارت په نوي ډيلي کې د فلسطين سفير عدنان ابوالحیجا ته شکايت کړی او هغه هندو ورځپاڼې ته يې ويلي: “څه چي ولید ابو علي کړي، هغه زموږ حکومت ته هیڅ د منلو نه دي. موږ له هند سره ډېر نږدې اړیکي لرو او موږ تل د ترهګرۍ ضد جګړه کې د هند ملاتړ کوو”.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي، په دغه هېواد کې د فلسطين په اړه د امریکا د پريکړې پرضد لاريونونه کېږي، چې زرګونه کسان پکې ګډون کوي او دغې غونډې ته د فلسطين سفير او حافظ سعيد په ګډون يو شمير نورو کسانو هم ويناوې کړي.
په دغه بيان کې د پاکستان د حکومت او ولس له لوري د بيت المقدس په ملاتړ غونډه کې د فلسطيني سفير د ګډون هرکلی شوی دی.
پر حافظ سعيد تور دی، چې په هند کې د وسلهوالو بريدونو او چاودنو ملاتړ کوي نوموړی دا مهال د جماعت الدعوة ډلې مشر دی او د ملګرو ملتونو، امریکا او هند له لوري ترهګر بلل شوی او امريکا يې پر سر لس ميليونه ډالره جايزه ټاکلې ده.
پاکستان تر دې وړاندې څو څله حافظ سعيد نیولی خو د محکمې له پريکړې وروسته خوشې شوی دی.
محکمې له څېړنو وروسته پر هغه لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي او پاکستاني چارواکو هم له هند، ملګرو ملتونو او امریکا غوښتي، چې د حافظ سعيد په اړه د ترهګرۍ اسناد پاکستان ته وسپاري څو پاکستان په خپله سزا ورکړي.



