پاکستان د پوليو کارت نه لرونکو افغانانو ته ويزې نه ورکوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۰) په کابل کې د پاکستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، هغو افغانانو ته به ويزې ورنه کړي چې د پوليو يا ګوزڼ ضد سند يا کارت ونه لري.

د پاکستاني سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دسمبر له اووه ويشتمې نيټې راوروسته به د ويزې لپاره د هغه چا غوښتنليک ونه منل شي، چې د ګوزڼ واکسين سند يا کارت ونه لري.

د روغتيايي مسئولينو د معلوماتو پر بنسټ، ګوزڼ يا فلج  د چاپېريال د ککړتيا، ککړو اوبو او خوړو په واسطه له انسان څخه انسان ته د تنفسي سيسټم له لاري او له يوې خولې څخه بلې خولې ته داخلېږي.

تر دې مخکې په افغانستان او پاکستان کې په پراخه کچه د ګوزڼ ضد واکسين کمپاينونه شوي او په دغه وايرس د اخته ناروغانو کچه راټيټه شوې ده، خو د پاکستان سفارت وايي ځکه يې پر ويزه اخيستونکو کسانو د واکسين کارت لازمي کړی، څو وکړی شي چې دغه ناروغي له هېواده په بشپړه توګه له منځه يوسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button