سوریه: امریکایان په رڼا ورځ داعشیان په چورلکو کې نامعلوم لوري ته وړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۰ فرید افغان)

د سوریې دولتي خبري اژانس ‹‹سانا» خبر ورکړی چې امریکایي چورلکې د دې هیواد د الحسکه له سیمې څخه داعشيان نامعلوم لوري ته وړي
اژانس ویلي؛ چورلکې د سوریې د شمال ختیځ ښار اړوند د ‹‹السدالباسل›› په نامه کیمپ داعشیان انتقالوي.
تر دې وړاندې خبرونه ورکړل شوي و، چې د داعش ډلې یوشمیر غړي د سوریې د دیرالزور ښار اړوند د ‹‹الشعیطات›› له سیمې څخه دې قرارګاه ته راوړل کیږي.
خو اوس د داعش یاد ډلمشران له دې سیمې هم ایستل کیږي او داځل نامعلوم لوري ته وړل کیږي .
آژانس زیاتوي؛ دادوهم ځل دی چې امریکایان دې عملاً د دې ډلې مشران په نظامي چورلکو کې لیږدوي
تیره میاشت هم د دې ډلې ۴۷ مشران امریکایي چورلکو کې د سد سیمې ته راوړي و.
امریکا داسې مهال د دې ډلې په انتقال تورنیږي چې څو ورځې وړاندې روسیې هم اندیښنه ښودلې وه چې د امریکا په ګډون ځینې لوی استخباراتي سازمانونه غواړي په سوریه او عراق کې ځپل شوي داعشیان افغانستان ته ولیږدوي او هلته د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه ترې کار واخلي.
د راپورونو تر مخه؛ په سوریه او عراق کې داعش ډلې ۹۰ سلنه واک، ځواک او سیمیز نفوذ له لاسه ورکړی او د دې ډلې ډیری افراد یا القاعدې ډلې ته ور اوښتي، یا هم له منځه تللی او یا یې هم په کور ناسته غوره کړې ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button