ننګرهار: د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۰) د ننګرهار ولايت د هډې فارم په سيمه کې د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې، چې له کبله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چاودنه د هسکې مينې د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسو کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ګڼ کسان پر هغه د جنازې د لمانځه لپاره راټول شوي و.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼي پېښه تاييد کړې وايي په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
تر اوسه د دې چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



