ننګرهار: د جنازې په مراسمو د برید په ترڅ کې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۰ فرید افغان)
نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د ننګرهار دوالي ویاند عطاؤالله خوږیاڼی وایي؛ چاودنه د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې تر ۱۵ ډیر کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

خو ځایي سرچینې بیا دا شمیره لوړه ښیي، چې د وژل شویو شمیره ۱۷ او دټپیانو شمیره تر ۳۰ پورته بولي.
خوږیاڼې ویلي؛ چاودیدونکي مواد په یوه موترسیکل کې ځای پرځای شوي و .
د ده په خبره؛ د ډیری ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې په دې برید کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې ‹‹په ننګرهار ولایت کې د جنازې په مراسمو کې چاودنه یا برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري.››
ځینو رسنیو خبر ورکړی چې په نښه شوي ټول شیعه وګړي و، چې دجنازې مراسمو ته راغلي و.
اجرایه رئیس د ننګرهار برید غندلی او ویلي یې دي چې دښمنان د اسلام له نامه نه په ګټه اخیستې، په ډیرې بې رحمۍ پر جوماتونو، تکیه خانو او نورو مقدسو ځایونو بریدونه کوي.
که څه هم په ننګرهار، کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې په مقدسوځایونو او دخلکو په تجمعاتو دا ډول بریدونه تر ډیره داعش ډله کوي او مسؤلیت یې هم مني خو
تر اوسه یې رسماً د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.



