ایران: پر تلګرام او انستاګرام بندیزونه ولګول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۰ فرید افغان)
په ایران کې له پراخو اعتراضونو وروسته دا هیواد اړ شو ترڅو په ځینو ټولنیزو رسنیو بندیزونه ولګوي.
ایراني رسنیو د دې هیواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د موقت وخت لپاره پر انستاګرام او تلګرام شبکو بندیز لګولی دی.
د ایران ایسنا خبري اژانس ویلي چې په دې هیواد کې دې اوسمهال دواړو رسنیو کار پریښی دی .
د تلګرام مشر پاول دوروف ویلي، وروسته تر هغه چې ایراني چارواکو ورڅخه د دې شبکې د بندیدو غوښتنه وکړه دوی رد کړه. خو په وینا یې چې د دې هیواد مشرتابه په دې هڅه کې شو چې په خپله دا شبکه وتړي.

تلګرام او انستاګرام په ایران کې تر ټولو ډیر مینوال لري.
نن سهار د «آمدنیوز» په نامه د تلګرام یوه شبکه د ایران د اړیکو د وزیر محمد جواد آذری په غوښتنه بنده چې د ورځې په اوږدو کې یې درۍ ځله جوړه او بیا وتړل شوه بالاخره ایراني رسنیو اعلان کړه چې د هیواد مشرتابه چارواکو یې د روانو لاریونونو په اړه دنړیوالو د خبرولو د مخنیوي په موخه داشبکه تړلې.
ایراني چارواکو ویلي دا دواړه شبکې یې د ‹‹ایرانسل ››انترنت او د لومړۍ شبکې په توسط تړلې دي.
نړیوال خبریالان اجازه نه لري ترڅو دایران روان ترینګلي حالات له نږدې څخه وڅاري او د خپلو خبري سرویسونو له پاره یې د ایراني ټولنیزو فعالانو له ادرسونو کار اخیسته.
تازه راپورونه وایي چې؛ لاریونونه دڅلورمې ورځې لپاره هم روان دي او په دې بهیر کې د ۲ تنو د وژل کیدو او د سلګونو دټپي کیدو خبرونه ورکړل شوي دي.



