خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:
د وحشتونو د تكرار بل كال هم تېر شو
شناند:
او د وحشتونو راتلونکی کال تر دې ډیر وحشت تر معلومیږي، ځکه چې هیواد مو لا هم د یهودو او نصاراو په چنګال کې دی.
اصلاح:
يو واقعيت چې پاكستان اوس پرې اعتراف كوي
شناند:
افغانستان له ستوني تیرول
اراده:
ټرمپ ولې افغانستان سپك ياد كړى؟
شناند:
ځکه چې سپک له خپلې سپکې خولې مجبور دی
سرچینه:
د ملي یووالي حکومت د ملي اردو ۱۶۲ تنه پوځي افسران تقاعد کړي
شناند:
خو که واسطه یې درلودلای نو بر عکس ترفیع ګانی به یې اخیستی وی
شنونکي او د ملي شورا غړي:
په ۲۰۱۷ کال کې دملي یووالي حکومت په خپلو چارو کې کمزوری او ناکام و
شناند:
ځکه چې کوږ بار تر منزله نه رسیږي
مشرانو جرګه:
د بلخ والي دې له زور زياتي پرته د قانون له مخې له حکومت سره ستونزه حل کړي
شناند:
دا نصیحت هغه چاته ګټه رسوي چې قانون وپیژني
د هلمند د بشري حقونو دفتر:
په ۲۰۱۷ کال کې ١٩٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
شناند:
ځکه چې دا ملت اوس د یو بې مشره ملت په حیث ژوند کوي
وزارت دفاع:
در نه ماه گذشته ۱۹۰۰ حمله هوایی بر مواضع مخالفان دولت صورت گرفته است
مبصر:
ولی یک بلیست پیشرفت هم ندارید، برعکس مخالفان دولت در حال پیشروی سریع هستند
ویسا:
نوى كال او د افغانستان او پاكستان په اړيكو كې د صادقانه بيا كتنې ضرورت
شناند:
بیا کتنه که بیا له سره وهنه پیل کول
اصلاح:
د ټرمپ ادعا پر كوم منطقي دليل ولاړه ده؟
شناند:
د لیونتوب او د بیعقلتوب په دلیل
د هلمند د بشري حقونو دفتر:
په ۲۰۱۷ کال کې ١٩٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
شناند:
کاشکې په دې مړو او ژوبلو کې د بشري حقوقو د کمیسیون خرچ شوي کارمندان هم وای.
هررک:
د افغانستان کانونه په ناقانونه ډول کيندل کېږي
شناند:
ځکه چې بې قانونه حکومت په دې هیواد حاکم دی
ننگرهار:
انفجار در مراسم جنازه یک ولسوال اسبق جان ۱۷ تن را گرفت
مبصر:
و سر ازین هم حکومت دست نشانده ادعا دروغین دارد که داعش را یا مکمل از بین برده و یا سخت ضعیف ساخته است



