خدای مو مل شه هېوادوالو

جواد څارګر
تېره اونۍ تر ټولو تاوده موضوع دبلخ له ولایته د استاد عطاء دګوښه کېدلو وه
عطاء نور پرون په وچ زور دولایت مقام ته تللی، او ځینې حکومتي لاسوندونه یې هم لاسلیک کړي دي
عطار نور تر دې وړاندې ویلي: نه ډاکټر غني ټاکلی او نه یې غني له دندې ګوښه کولای شي
په پرونیو څرګندونو کې یې پسې زیاته کړې چې، ځینې کړۍ غواړي ما له دندې ګوښه، او په بلخ کې داعشیانو ته خوندي ټکانه پیدا کړي.
عطاء که هر څه وایي خپل کار یې دی، موږ یې په وړاندوینو، او څرګندؤنو کار نه لرو؛ عطاء او ګؤند یې دهمدې شړېدلي نظام غوښنه برخه ده، او دروان ناورین له عاملینو څخه دي، البته له دې سترګې نه شي پټېدلای چې نه تنها دداعشیانو تر شاه، بلکې دهرې بدمرغۍ تر شاه دډاکټر غني دبلواک نظام او بادارانو لاس یې دی.
پر موږ بده او توره ورځ دهمدې شړېدلې او بې کفایته ادارې لورېینه ده؛ له داخله شړېدلې، او پخپلمنځي کشمکش لتاړ چارواکي په دې هڅو او هاند لګیا دي چې څنګه کولای شي خارجي بادارانو ته محبوب شي، اعتماد یې ترلاسه کړي او دشفقت! سیوري ته یې د ارام ساه واخلي.
د ایران سپاه پاسداران نن خبر ورکړ چې په نیمروز ولایت کې یې عملیات کړي، او افغان دولت له دغو عملیاتو ناخبري وښودله؛ عجیبه نده چې له یوه ګاونډي هېواد چورلکې راپورته کېږي او په افغان خاوره عملیات کوي، مګر چارواکي یې آن له عملیاتو ناخبري ښیي؟!
پاکستان لګیا دی له څه باندې دوه زره کیلومتره سرحد، اغزن تار تاؤوي او غلام طبعیته چارواکي، یا پخپلو کې دواک او ځواک دحصول لپاره غوښه او چاړه دي، او یا دبهرنیو سفاراتو په چکرو او دهغو دسفیرانو په خوشامندۍ مصروف دي نه یې وطن ته پام دی او نه دوطن حدود او جغرافیه کوم اهمیت ورته لري.
په داسې حال کې چې دهیواد برای نام مشران خپل وجود، او خپله بقاء دخارجي آقایانو په شتون کې ویني، او ټول کوښښ او هڅه یې دخارجي آقایانو دخوشنودۍ لپاره وي؛ طبعي ده چې د استخباراتي کړیو له لورې به، افغان مسلمانان آن په جنازو او مساجدو کې هم شهیدانیږي، په سرنوشت به یې خرمستیانې روانې وي او موږ به له دې دعا پرته بل څه ورته نه لرو؛ خدای دې مل شي دهېواد او هېوادوالو.



