جنرال رازق: نه حکومت ټاکلی یم نه مې ګوښه کولی شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۳) د کندهار ولايت د امنيې قوماندان جنرال رازق وايي، دی نه حکومت ټاکلی او نه يې له دندې د ګوښه کولو توان لري.
جنرال رازق، په کندهار کې سيمه ييزو رسنيو ته پرون ناوخته وويل چې دی د دغې ولايت د اوسېدونکو په غوښتنه راغلی او د هغوی په غوښتنه به خپله دنده خوشې کوي.
نوموړي زياته کړه، حکومت يې د ليرې کولو توان نه لري او په خبره يې چې اوسنی حکومت انتخابي حکومت نه دی او د يوه اييتلاف له مخې رامنځته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور په يوه بيان کې په ملي يووالي حکومت نيوکې وکړې او زياته يې کړه، چې حکومت غواړي د ده له ګوښه کېدو وروسته د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق له دندې ليرې کړي.
تېره ورځ د بلخ ګوښه شوي والي، يوځل بيا خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل چې د افغانستان د ملي امنيت شورا او د ملي امنيت اداره غواړي وسله وال کسان د بلخ د امنيت د ګډوډولو لپاره دغې ولايت ته ولېږي.
نوموړي وويل: د کابل په محمد اکبر خان مېنه کې د امنيت شورا مېلمستون او د ملي امنيت ادارې يو مېلمستون هغه ځايونه دي چې له مزار، سمنګان او شاوخوا ولايتونو ځينې کسان هلته لېږدول کېږي، هغه ځای کې وسله وال کېږي او له هغې ځايه د مزار شريف ښار ته د ګډوډۍ جوړولو لپاره استول کېږي.
که څه هم تر اوسه د بلخ والي عطا نور ټينګار کوي چې دی اوس هم د دغه ولايت والي دی او څوک يې هم نه شي ګوښه کولای.
خو د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې وياندې منيره يوسف زاده وايي، په بلخ کې د عطامحمد نور فعاليتونه غير قانوني دي او په وينا يې چې نوموړی دې مسوولانه خبرې وکړي.
د لیندۍ پر ۲۷ د افغانستان ولسمشرۍ دفتر او محلي ارګانونو ادارې اعلان وکړ، چې افغان ولسمشر د ښاغلي نور استعفا منلې او انجينير محمد داوود یې د هغه پر ځای د بلخ والي ټاکلی دی.
خو تر دې دمه، د بلخ نوي والي خپله دنده نه ده پيل کړې او د ولايت پر سر د حکومت او د بلخ د والي تر منځ شخړې روانې دي.



