ننګرهار: پنځو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۳) د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې پنځه امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امريکا دفاع وزارت ويلي، په پېښه کې يو امريکايي پوځي وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن د یو عسکر وژل کېدل، څلورو نورو ټپي کېدل تاييد کړي او په دغه پېښه يې خواشيني څرګنده کړې.

نوموړي ويلي، په ټپي عسکرو کې د دوو تنو روغتيايي حالت ښه نه دی.

تر اوسه د دغې بريد په اړه طالبانو څه نه دي ويلي او مسئوليت يې هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

خو تېره ورځ طالبانو ويلي و، په ننګرهار کې ميشت د امريکايي ځواکونو په قرارګاه او هوايي ډګر د توغنديو بريدونه کړي دي.

طالبان وايي، توغندي په مهمو هدفونو او د امريکايي ځواکونو ميشت ځواکونو لګېدلي، مرګ ژوبله يې اړولې خو په اړه يې کره معلومات نه شته.

وخت ناوخت امریکايي ځواکونو ته په وسله والو بريدونو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوړي، خو هغوی يې له ښايسته ځنډ وروسته اعلانوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button