ملي امنیت ته منسوب میلمستون د بلخ د نوي والي ده عطانور غیر مسؤلانه خبرې کړې

 

(کابل ټکی کام۱۳۹۶ مرغومی۱۳ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې د بلخ والي عطامحمد نور د ملي امنیت اداره په بلخ کې نا امنیو ته په لمن وهلو تورنه کړه او ګواښ یې وکړ چې که دې ادارې خپل کارونه سم نه کړل غاښونه به یې ورباندې مات کړي.

یادې  ادارې په یوه خبرپاڼه کې د بلخ د والي څرګندونو ته غبرګون ښودلی.
ملي امنیت  ویلي؛ چې د بلخ دوالي څرګندونې غیر مسؤلانه او بې ځایه اتهامات دي.
ملي امنیت ویلي چې د نور خبرې به د وسلوالو پر وړاندې د دوی پر مبارزه کوم اثر ونه ښندي.
یادې ادارې دهغو میلمستونونو سپیناوی هم کړی چې ګواکې ځینو کړیو ته پکې وسلې ویشل کیږي تر څو دبلخ امنیت پرې کړکیچن کړي.
خبرپاڼې ویلي دا میلمستون د بلخ د نوي والي جنرال محمد داود پورې تړاو لري چې د ‹‹رجال برجسته›› له خوا یې ساتنه کیږي او ملي امنیت سره هیڅ تړاو نه لري.
خبر پاڼه کې نه دي راغلي چې د بلخ نوی والي هلته څه چارې سرته رسوي چې دومره ټینګ امنیتي تدابیر یې نیول شوي دي، ځکه چې نوموړی څو ورځې وړاندې له لندن څخه د بلخ ولایت مشرتابه اخیستلو ته راغوښتل شوی
د بلخ والي جنرال عطامحمد نور تیره ورځ په بلخ کې خپلو پلویانو ته ویلي و؛ په کابل کې د وزیر اکبرخان په ۳ سړک کې دوه میلمستونونه دي چې د ملي امنیت پورې تړاو لري؛ هلته ځینو کړیو ته د دې په خاطر وسلې او پیسې ویشل کیږي، چې د بلخ ولایت ته یې راواستوي او په توسط یې امنیت خراب کړي.
نوموړی د امنیت شورا ته ګواښ کړی و، چې د بلخ واکمني ته دې غاښونه نه چیچي کنه غاښونه به یي ورباندې وباسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button