د طالبانو له بنده خوشی شوی کانادایي دجنایي جرمونو په تور ونیول شو

 

(کابل ټکی کام۱۳۹۶ مرغومی ۱۳ فرید افغان)

د طالبانو له بنده ژغورل شوی کانادایي بندي ‹‹جاشوا بویل›› په مختلفو جنایي پیښو کې له تورنیدو وروسته د خپل هیواد د پولیسو له خوا ونیول شو.
پر ۳۴ کلن جاشوا د جنایي پیښو ۱۵ بیلابیل تورونه ثبت شوي چې له امله یې نوموړی په اوتاوا کې یوې ځایي محمکې ته ورپیژندل شوی.
پر نوموړي ټول تورونه د طالبانو له زندان څخه تر خلاصیدو وروسته لګول شوي دي.

د ‹‹ټورنټو›› خپرونې دکانادایي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې پر جاشوا ۸ د ځورونې تورونه، ۲ د جنسي تیریو، یو تور د پولیسو په غولولو ،همداراز یو تور دادی چې نوموړي ځینې کسان په مرګ ګواښلي، او پر یو شمیر کسانو په زور د مضرو درمل خوړلو په تورونو محکمه کیږي.

د نوموړي وکیل جاشوا بیګناه بللی او ویلي یې دي چې که شواهد یې ولیدل دفاع به یې وکړي.
جاشوا او میرمن یې په ۲۰۱۲ کال کې په یوه سیاحتي سفر وتلي و، چې د طالبانو له خوا برمته شول او ۵ کاله یې د طالبانو په بندخونو کې تیر کړل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button