فاریاب کې قراردادي قصاب نیول شوی خو په بغلان کې بیا یو پولیس پر خپل معاش وژل شوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې په فاریاب او سمنګانو کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې دوه جنایي قضیې ثبت شوې.
د خبرونو تر مخه؛ په سمنګان ولایت یو پولیس هغه مهال دخپل ملګري له خوا ووژل شو کله یې چې له بانک څخه خپل دڅو میاشتو تنخوا په یوځایي توګه واخیسته.
سیمیزې سرچینې وایي، یاد سمنګاني پولیس په بغلان ولایت کې په ‹‹خدمتي ›› توګه دنده ترسره کوله، کله یې چې خپل کورته د تګ اراده وکړه نو یې له بانک څخه خپل د ۶ میاشتو تنخوا یو ځای واخیسته .
نوموړي پر سبا د کور تکل درلوده چې د خپل رازدار ملګري له خوا دشپې وژل شوی او ۹۰ زره افغانۍ یې هم ترې وړې دي.
سرچینې وایي قاتل له سیمې څخه په تیښته بریالی شوی دی.
د سمنګان ولایت چارواکي وایي د یاد پولیس جنازه تیره ورځ دهغه کورنۍ ته وسپارل شوه.
بل پلو د فاریاب ولایت چارواکي وایي چې هغه قراردادي قصاب یې نیولی چې پولیسو ته یې د ‹‹آسانو›› غوښې انتقالولې.
د فاریاب دڅارنوالۍ رئیس فرید غوري رسنیو ته ویلي چې؛ یاد قصاب له څه مودې راهیسې له امنیتي ځواکونو سره د غوښو قراداد کړی و، چې تیره ورځ د ملي امنیت د موظفو ځواکونو له خوا داسې مهال ونیول شو چې، دآس غوښې یې پر پولیسو پلورلې.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکونو ته دې د غوښو پلورونکي قصابان داسې درغلي کوي، په تیر کې هم په مختلفو ولایتونو کې افغان عسکرو ته د سپیو، خرو او نورو حیواناتو د غوښې د انتقال په تور قصابان لاس په لاس نیول شوي او پرخپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.



