په څو ورځو کې به د ملي یووالي دحکومت پرضد لوی سیاسي ایتلاف راڅرګند شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۵ فرید افغان)

نن په کابل کې د حکومت سیاسي مخالفینو په یوه ناسته کې د ګډحکومت پرضد د لوی سیاسي ایتلاف د راڅرګندیدو خبرداری ورکړ
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د حکومت مخکښ مخالف ظاهر قدیر د دې اتیلاف په اړه وویل چې دا لوی اتیلاف به د حکومت له رغنده او بنسټیزو کارونو ملاتړ کوي او د غیرقانوني،او تفرقه اچووونکو کړنو به یې په ټول توان مخه نیسي.
قدیر وویل؛ دا ایتلاف د پردې ترشا د هر ډول پټو او ښکاره تصامیمو څرګند مخالفت کوي او په وینا یې چې د دې ایتلاف اساس نامه بشپړه شوې او ژر به د افغانستان خلکو ته اعلان شي.
نوموړي زیاته کړه؛ دا ایتلاف به په کندهار د جنرال رازق په ملاتړ د ‹‹ قدرت دجزیرو›› پرضد په ټینګه ملارزه کوي.

د قدیر په وینا؛ دا سیاسي ایتلاف له مختلفو سیاسي ګوندونو، د ملي شورا له استازو، د پوهنتونونو له استادانو، سیاسي شنونکواو مدني فعالانو څخه ترکیب شوی دی

افغان حکومت د دې ایتلاف په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button