دغلو خؤږه یارانه

جواد څارګر
دریو غلو چېرې په ګډه مال وهلی و؛ دغلا له پیسو یې څو پیسې یو ملګري ته ورکړي چې موږ به دلې درته کښېنو، ته ولاړ شه له بازاره غوړه ـ ژیړه خوراکه را وځغلوه چې نوشِ جان یې کړو، بیا به مال تقسیموو
دا یو چې بازار ته تللی، پاته دؤو مشوره کړې چې ولې یې نه وژنو؟!
مال به ددریو پر ځای په دؤو ووېشو.
بازار ته روان غل په لاره کې سوچ وهلای چې ولې ورته په خوراک کې زهر ور نه کړم؟!
مال به یواځې ماته پاته شي.
کله چې بازار ته تللی غل راګرځېدلی، دې دواړو برید په کړی او وژلی یې دی.
یوه دې بل ته ویلي، ستړي شو درځه چې لومړی خوراک وکړو بیا به مال تقسیم کړو؛ په خوراک کې ګډ کړای شویو زهرو دوی دواړه هم وژلي او له پیسو ډکه کڅوړه، له دریواړو غلو هماغسې ډکه پاته شوې.
د افغانستان د اشغال لپاره د اشر شویو داخلي بې کفایته ګوډاګیانو انجام هم دغلو یارانه ده
په لومړیو کې زیاته خؤږه، او ښه په تول پوره وه، اما اوس چې دیرغلګرې امریکا وار ـ پار خطاء دی، اشرباڼي یې هم په اوبو ورګډ دي، له اشره پښې کاږي او حتی د یو او بل دوژلو، او منزوی کولو تدابیر سنجوي.
مخکښ ګوډاګی حامد کرزی اوس په یوه خوله، له همهغه خولو د افغان ولس دناخوالو او بربادۍ مسؤل ګڼلی کېږي، کومو خولو به چې بابا، او تر ټولو بالا یاداوه.
جنرال دوستم چې سلګونه طالبان یې په غدر، او وحشت په شهادت ورسول او په همدې عمل دوی ته اتل وګرځېد؛ اوس په ترکیه کې دجلا وطنۍ شپې سبا کوي او دهغو دوژلو پلانونه سنجوي چاچې یې هر ناروا عمل ته خیاطي کوله.
اسماعیل خان او عطاء خان به چې کله دطالبانو پر ضد، دپردیو په ایماء دخپل درواغجن او پردي پال مقاومت خبرې زمزمه کولې؛ ددوی سترګې به داسې ورته ډنډ شوې، لکه د اندلس او فلسطین فاتحینو ته چې ناست وي او له خولو یې دمسلمانانو دتېر شهامت او اتلولۍ داستانونه اوري.
دعطاء حال وګورئ، دبلخ هغه یکتا امپراتور چې اوږده چوغه به یې پر تن وه، او د اشغالګرو په پرېمانه ډالرو یې شخوندونه وهل؛ نن لکه بازاري لیونی هر چاته، او هرې خوا ته خوله اچوي.
دسیګار اداره وایي دبرېښنا په برخه کې د افغانستان سره ۴ میلیارده مرسته شوې ده. اوس دبریښنا وزارت وایي موږ د اته میلیونه مرستو حساب ته تیار یو، له دې زیاتې موږ ته چا نه دي راکړي.
نورې پیسې څه شوې؟ طبعي ده چې دطالبانو مخکښ دښمن، او دوخت تاشفین! او طارق! اسماعیل خان نوشِ جان کړي دي.
یعنې اسماعیل خان چې محض دبریښنا په برخه کې یې څه دپاسه دری میلیارده ډالر وهلي، په نورو برخو کې به یې څومره اخلاص کړی وي؟!
لنډه دا چې دغه خلک چې دطالب په ناروا مخالفت یې معدې پاللي، جیبونه یې ډک کړي او له سمڅو، او دغرب په ښارونو کې له پردیو نوکریو، تر مجللو قصرونو رسیدلي؛ دومره په اسانه به له خپل مالها او ماعلیها تېر شي؟!
هیڅکله نه؛ او روان تاؤ تریخوالی په همدې دی چې، تا ډېر مال وهلی او ما لږ وهلی، ستا قصرونه جوړ تیار دي او زما لا تشې ډانچې او نیمګړي ولاړ دې
اوس به یا هر څه مساوي تقسیمیږي، او که داسې ونه شي هر غل به دبل دوژلو او منزوی کولو لارې ـ چارې سنجوي.
امریکایي لنګه غوا په وچېدو ده، تیونه یې غونج شوي، او وروستي څاڅکي به یې هغو غټو خولو ته رسیږي کومو ته چې اشغالګر لا هم ضرورت لري
د اشغالګرو دوړو غلامانو کلکه یارانه پای ته رسېدونکې ښکاري، اوس مجبور دي چې هر یو یې، یو او بل ته زهر ورکړي ترڅو کړې غلا دده شي، او پاته څو څاڅکي هم ددوی ثابت حق شی؛ خو دوی باید وپوهیږي چې دا مال دملت دی او ان شاءالله العزیز ملت ته به صحیح سلامت پاته کېږي.
نه یې غني او رولا ولاړلی شي، نه یې دوستم او عبدالله، نه یې اسماعیل خان او عطاء او نه یې د اشغالګرو بل کوم ګوډاګی وړلی شي؛ دغه دغلو بانډ به اخر هم خپلو کې سره وژني او دمال ډکه کڅوړه به افغان ولس ته پاته کېږي.



