نيمروز: طالبانو دلارام ولسوالۍ کې چورلکه نسکوره کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۶) وسله والو طالبانو د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه پوځي چورلکه نسکوره کړې ده.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، د دوی وسله والو د يادې ولسوالۍ اړوند د حاجي ولي جان پمپ ته څېرمه چورلکه په نښه کړې، چې وروسته يې د شوراب ميدان ته په نيمه لاره کې اور واخيست او رانسکوره شوه.
طالبان وايي، چورلکه سيمې ته پر دوی د بمبارۍ لپاره ورغله وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغې چورلکه کې سپاره ټول عسکر وژل شوي، خو تر اوسه يې د شمېر په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، په سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي، چې وروسته د عسکرو د ملاتړ چورلکې راغلې، خو په وينا يې د طالبانو له لوري په چورلکو د درندو وسلې ډزې شوي دي.
تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو تبصره نه ده کړې.
دا په روان کال کې لومړۍ پوځي چورلکه ده، چې د طالبانو له لوري ويشتل کېږي.
د يادونې ده، چې طالبانو د تېر کال په کلني راپور کې ويلي و چې شل الوتکې يې نسکورې کړي، له جملې يې ديارلس چورلکې-طيارې او ۷ بې پيلوټه او کشفي الوتکې دي.



