آيا د سياليو قرباني هېواد به پخپله سيال شي؟

افغانستان تل د نورو د سياليو قرباني شوی دى او قرباني کېږي.

تبصره

له پرنګیانو سره د جګړو پر مهال چې د افغانستان حالت هر څنګه و، هغه د پرنګ له يرغله دفاعي حالت و او هيچا د خپلې پاليسۍ او حکومت د پاتې کېدو اعتبار نه لاره. له هغه وخته افغانستان د بهرنيانو د جګړو او سياليو ډګر ګرځېدلى و. افغان چارواکو ته د خپل هېواد د سياليو د ډګرګرځېدو معلومات ځکه نه کېدل چې له پرنګ سره په جګړه بوخت وو.

کله چې امير حبيب الله خان په هېواد کې واک ترلاسه کړ، د تېرو حکومتونو په نسبت یې لږ مهال حکومت ارامه کړ. امير حبيب الله خان هغه مهال له روسیې هم ډاډه و، ځکه روسانو له افغانانو سره په ١٨٩٥ز کې د شمالي ولاياتو سرحد په رسميت پېژندلی و.

په همدې ډاډ، چې روسان به افغانستان ته پښې نه را اوږدوي، امريکا په ١٩٣٣ز کې افغانستان ته لاسونه را اوږده کړل. هغه وخت د امريکا جمور رئيس فرانکلين روزلت ؤ. فرانکلين روزلت په افغانستان کې له روسانو سره د سياليو ډګر پرانیست، او د وخت په دوام یې دا سيالي يو له بله د افغانستان په خاوره کې، د اړيکو په ښه کېدو او خرابېدو ګټله او بايلله.

دافغانستان ټول تاريخ چې وګورئ، واکمنو یې د ولس د رايو پر خلاف له نورو هېوادونو سره اړيکې ښې او خرابې کړې دي. د څو پېرونو وروسته اوس د امريکا اړيکې له افغان حکومت سره ښې شوې دي، خو د ولس د سر او مال په تاوان تمامې شوې. ولس ته پرنګ، روسانو او امريکا يا بل هېواد بې له مرګ ژوبلې او غربته نور څه نه دي ورکړي.

همدا اوس چې افغان حکومت له امريکا سره کومې اړيکې ساتي، ٨٥ سلنه ولس له حکومت سره مخالف دی. که پاتې ١٥سلنه افغانان له امريکا څخه ترلاسه کېدونکې ګټې له لاسه ورکړي، دا یې هم مخالفت کوي. بيا به يواځې اشرف غني او ترې را تاو دوه درځنه مشاورين د امريکا پلويان پاتې شي.

افغانستان تل د نورو د سياليو قرباني شوی دى او قرباني کېږي. دا کومه پاليسي چې موجوده حکومت ساتي، اوس هم ښه دی چې د افغانستان نوم شته او نړيوال افغانستان د يوه هېواد په توګه پېژني. موجوده حکومت د افغانستان ځمکنى ارضي تماميت او هوايي کرښې، (د افغانستان اسمان) په امريکا پلورلی دی. کمونستانو یې سودا له خراسيوف او ګرولوف سره کړې وه، کرزي او اشرف غني یېله لن او مايک مولن سره کړې ده.

هغه وخت يو هېواد خپله د سيالۍ وړګرځي چې د نورو له سيالۍ په امن وي. دا مهال افغانستان د شرق او غرب سربېره د سيمه ييزو هېوادونو د سياليو او قربانۍ ډګر ګرځېدلى دى. ځکه خو فکرنه کېږي چې افغانستان به هم له نورو هېوادونو سره د سياليو په ډګر کې سيال هېواد وګرځي.

افغان چارواکي ولس ته په سترګو کې خاورې اچوي. وايي په تيرکال کې مو ځان له نړيوالو سره په اړيکو تازه کولو، اقتصاد، سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د جنوبي اسيا له هېوادونو سره سيال کړی دى. خو د سياسي چارو کتونکي د حکومت موجوده پالیسۍ په بشپړه توګه افغانستان د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د سیالیو قرباني بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button