حکومت وايي، لغمان کې يې څوارلس داعش وسله وال وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۶) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د هوايي بريد په پايله کې څوارلس داعش وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، دغه بريد تېره ورځ د يادې ولسوالۍ اړوند د نورلام درې په مربوطاتو کې د داعش وسله والو پر مرکزونو شوی، چې په ترڅ کې د داعش ډلې د درې قومندانانو (فيروز، موسی او مولوي تراب) سربيره څوارلس داعش وسله وال وژل شوي دي.
په عين حال کې په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري رسنيو ته ويلي، په وژل شويو کې د داعش ډلې دوه قومندانان او شل وسله وال شامل دي.
دا لومړی ځل دی، چې حکومت په لغمان کې د داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
خو يوې ځايي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل: په سيمه کې هيڅ ډول هوايي بريد او يا ځمکني عملیات نه دي شوي، حکومت درواغ وايي.
تر اوسه د داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
وخت ناوخت د بهرنيو او افغان ځواکونو په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
شاوخوا درې ورځې مخکې هم، حکومت ادعا وکړه چې د ننګرهار ولايت په هسکه مينه ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو او عملياتو پر مهال لسګونه داعشيان وژل شوي، خو د ځايي اوسېدونکو په وينا په داعش ضد هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ولسي خلک په نښه شوي او هغوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو پر بنسټ د هسکې مېنې په عملياتو کې نږدې اووه تنه ملکي خلک وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.


