کابل: د خان سټیل په نامه د اوسپنې د ویلی کولو لویه فابریکه پرانیستل شوه

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي دفابریکې اړوندوویل چې؛ کوم معیارونه چې خان سټیل یې لري په ایران او پاکستان کې هم نشته

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۶ فرید افغان)

په پلازمینه کابل کې د وسپنې د ذوب او تولید لویې فابریکې په فعالیت پیل وکړ.
د خان سټیل فابریکه د یوه افغان سوداګر په ۳۰ میلیون پانګونې سره رغول شوې او نن رسماً د ولسمشر غني له لوري پرانیستل شوه.
د خان سټیل کمپنۍ مشر وویل؛ په دې کمپنۍ کې به ۷۰۰ ځوانانو ته دکار زمینه برابره شي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي دفابریکې اړوندوویل چې؛ کوم معیارونه چې خان سټیل یې لري په ایران او پاکستان کې هم نشته.
د دې فابریکې په افتتاحیه مراسمو کې جمهور رئیس غني هم ګډون کړی و او څرګنده یې کړه چې؛ په افغانستان کې د فولادو تولید په ۶ کمپنیو کې ۲۲۰۰۰۰ ټنو ته رسیږي او موخه یې داده چې افغانستان د فولادو له واردوونکي هیواد څخه صادرونکي هیواد باندې بدل شي.
غني وویل؛ موږ دوه میلیارده ټنه د فولادو ذخیرې لرو او دا لویه بې انصافي ده چې هیوادوال مو بهرني محصولات رانیسي.
غني پر پانګه والو غږ وکړ، چې دخپلو سرمایو په مټ په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي ترڅو هیواد د بهرنيانو له طمعې خلاص شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button