هلمند: ګډو ځواکونو ولسي خلکو ته د سر او مال دروند زیان اړولی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۷ فریدافغان)

راپورونه وایي چې؛ ګډوځواکونو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اړوند د ‹‹اورمز›› بازار سیمه کې چاپه وهلې چې پکې ځایي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

.
عملیات د شنبې پر شپه د نوزاد ولسوالۍ اړوند پر یوه بازار او ځایي مدرسه ترسره شوي.
د هغو ارقامو تر مخه چې رسنیو ته رسیدلي امریکایي او افغان عسکرو د بازار ګڼ شمیر هټۍ په بمونو الوزولې او د مدرسې ګڼ شاګردان او طالب العلمان یې هم شهیدان کړي دي.
ځایي سرچینې وایي، ګډوځواکونو د خلکو د کانونه چور کړي له مدرسې یې فرشونه او نور سامان آلات وړي او همداراز یې د دکانونو مالکین هم بندیان کړي دي.
ځایي خلکو رسنیو ته ویلي؛ سیمه اوس هم د ګډو عسکرو له لوري محاصره ده او چاته د ورتګ او دشهیدانو د جسدونو دټولولو اجازه نه ورکوي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د پیښې د پخلي تر څنګ ویلي چې امریکایان او د هغوی داخلي عسکر فکر کوي چې د خلکو په وړاندې وحشیانه چلند او د دیني مقدساتو او تعلیمي ادارو په وړاندې ظلم او سپکاوی به دوی د مسلمانانو په دې کور کې بریالي کړي اوخپلو‹‹ اشغالګرانه›› موخوته به ورسيږي، خو په وینا یې چې دوی خبر نه دي چې د تاریخ په اوږدو کې کله چې ‹‹یرغلګر ›› په افغانستان کې ګونډه شوي د شکست له عمده عواملو څخه يې په ديني ارزښتونو بریدونه او د عامو خلکو په وړاندې وحشت وو، چې ولس يې حساس کړی او د خپل دین او مال د فاع ته يې اړ کړی دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button