سوریه: د اسد ځواکونو په بمباریو کې ۱۳ ولسي وګړي ووژل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۱۷ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د سوریې د پلازمینې دمشق اړوند په ختیځه برخه کې چې د اسد دځواکونو تر کنترول لاندې ده، سختې بمبارۍ ګڼ ولسي وګړي وژلي.

په حرستا ښارګوټي او د مسرابا، مرج، جسرین، مدیرا، عربین و حموریه سیمو کې د اسد دځواکونو ځمکني او هوایي عملیات جریان لري چې پکې تر ډیره ولسي خلکو ته زیان رسیږي .
په سوریه کې مدني فعالان وایي چې پر حموریه ښارګوټي بمباریو ۸ ولسي وګړي وژلي .
همداراز یې د مدیرا او عربیین سیمو کې هم ۵ تنه وژلي.
په همدې ترتیب د تیرې ورځې د وژل شویو ولسي وګړو شمیره ۱۳ ته ورسیده.
په دې حملو کې لسګونه تنه ټپیان شوي هم دي چې د یو شمیر یې حالت نازک ښوودل شوی دی.
اټکل کیږي چې د وژل شویو شمیره نوره هم لوړه شي
د اناضول خبري اژانس د راپور تر مخه د دمشق په ختیځو سیمو کې تر ۴۰۰ زره ډیر ولسي خلک ژوند کوي چې د ۵ کلونو راپدیخوا د اسد ځواکونو تر محاصرې لاندې سخت ژوند تیروي.
تیرکال دې سیمې ته په قاچاقي توګه خواړه او غذایي توکي را انتقالیدل خو اوس د اسد ځواکونو دهغوی مخه هم نیولې ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button