پکتیا: طالبانو د داعشي ملیشو یو ډلمشر او دهغه ساتونکي نیولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۷ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د ‹‹روکیانو›› په سیمه کې دوه تنه داعشیان نیول شوي دي.
سرچینې وایي، دا کسان سیمې ته د استخباراتي کړیو په مټ راوستل شوي و او غوښتل یې چې د خلکو د جلبولو په موخه په سیمه کې خپل نفوذ زیات کړي.
نیول شوي کسان څلور ورځې وړاندې نیول شوي چې یو د داعشیانو د اکمال مسؤل ده او بل یې ساتونکی دی او د سیمیزو خلکو په وینا چې ترې تحقیقات روان دي چې څنګه او دچا له خوا دې سیمې ته رسیدلي و .
سرچینې زیاتوي؛ دسیمې خلکو وروسته تر هغه ځایي طالبانو ته د دوی د نیولو راپور ورکړ کله چې دوی غوښتل د طالبانو د نشتون له موقع څخه په استفادې خپل تبلیغات پیل او ځوانان ځانته جلب کړي.
نیول شوي داعشیان د هجرت او عبیدالله په نومونو دلوګر دمحمداغې دکوتب خیلو اوسیدونکی دي
ځایي خلک وایي له نیول شویو داعشیانو سره دوه میله وسله او یو لړ نور مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي.
تر اوسه طالبانو رسماً د دې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په یاده سیمه کې داعش ډله له پخوا څخه هیڅ وجود نه درلوده او دا لومړی ځل دی چې په یاده سیمه کې دې داعشیان دخپل نفوذ پیداکولو هڅې کوي.
د پکتیا میشت ولسونه وایي، دا خلک په خپلو پیسو خلک د ځان لوري ته جلب کوي او په همدې توګه خپل نفوذ ته لاره پرانیزي.
هڅه مو وکړه چې د پکتیا د ولایت مقام نظر هم واخلو خو بریالي نه شو.



