جمعیت ګوند ارګ ته د جوړجاړي په موخه ۱۱ غوښتنې وړاندې کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۸ فرید افغان)

د رسنیو د راپورونو په استناد، دجمعیت ګوند له ۳ ورځنیو مذاکراتو وروسته ارګ ته د ۱۱ غوښتنو وړاندیز کړی تر څو روان کړکیچ له منځه پورته شي

لومړی شرط د عطانور استعفا ده چې که یادې غوښتنې ومنل شوې دنده به پریږدي کنه نو پرخپل ځای به پاتې کيږي.
په غوښتنلیک کې راغلي چې، حکومت باید د یو انتخابي _حکومت په څیر خپلواک نه وي او باید د شوې توافقنامې ترمخه نیمه پر نیمه واکونه ولري.
_د حکومت د مشروعیت بحراني کیدل

_په اساسي قانون کې د تعدیل په موخه د یوه کمیسیون ګمارل
_د انتخاباتو په قانون کې تعدیل/ سیاسي احزابو ته سهم ورکول

_ د انتخاباتي کمیسیونونو د ټیمونو استازي بیا ټاکل
_ تر انتخاباتو وړاندې د لویې عنعنوي جرګې رابلل

_ د توشیح شوي قانون ترمخه د تذکرو ویش
_د سالم ایزیدیار په جنازه د ترسره شویو څیړنو نتیجې ابلاغول

_ د سیاسي جریاناتو لپاره عالي شورا جوړول
_ جمعیت ګوند ته د توافقنامې ترمخه برخه ورکول

ددې غوښتنلیک په موخه نن شپه ارګ بیړنۍ غونډه راغوښتې وه او بلخ ته یې هم د کورنیو چارو وزیر استولی و.
بل پلو رویټرز او نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د بلخ او ارګ لانجو بهرني سفارتونه وارخطا کړي او د یوه غیرمترقبه حالت د راتګ په ویره کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button