سوریه: چاودنو او بمباریو لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

 

(کابل ټکی کام۱۳۹۶ مرغومی ۱۸ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د سوریې په ادلب ښارګوټي کې څلورو چاودنو لسګونه کسان مړه او ژوبل کړي.

د اناضول خبري اژانس تر مخه ، په چاودنو کې۳۰ تنه وژل شوي او تر ۷۰ ډیر ټپیان دي.
اسپونتیک د خپلو سرچینو په حواله لیکلي؛ چې چاودنې داعش ته د منسوبې قفقاز جنګیالیو په منځ کې ترسره شوې.
تر اوسه د چاودنو مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
بل پلو د سوریې پوځ د دمشق په ختیځ کې خپلو بمباریو ته ادامه ورکړې.
دتازه راپورونو تر مخه، تیره ورځ د اسد ځواکونو په بمباریو کې ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې په تیرو څو ورځو کې په دې سیمو کې تر ۲۰ ډیر ولسي خلک وژل شوي او لسګونه ټپیان دي.
د دمشق ختیځ ته د اسد ځواکونه د دارو درملو، او خوراکي توکو انتقال ته اجازه نه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button