(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۸) د افغانستان د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو د ويشلو لړۍ کې ځنډ کول پر ځای کار دی، ځکه په وينا يې چې دغه مسله لا نورو بحثونو ته اړتيا لري.
عبدالله د وزيرانو شورا په ننۍ غونډه کې وويل، د برېښنايي پېژندپاڼو ويشل بايد د افغانانو د بېلوالي لامل نه شي زياته يې کړه چې اوس مهال د پيژندپاڼو د ويشلو ټول کارونه بشپړ شوي، خو د دغه ډول مسايلو اړوند بايد د خلکو نظر په پام کې ونيول شي.
نوموړي ويلي، په دې برخه کې لا هم جدي بحثونه شتون لري او د ويش بهیر ځنډول يې يو پر ځای کار دی.
په عين حال کې د نفوسو د احوال د ثبتولو د مرکزي ادارې وياند روح الله احمدزی وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو د ويش لپاره پوره چمتووالی لري څو دغه بهير پيل کړي.
تېره ورځ د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار ټينګار وکړ، چې خلکو ته بايد ژر تر ژره د پېژندپاڼو د ويش لړۍ پيل شي.
مسلميار زياته کړه، له قانوني، حقوقي او سياسي پلوه په دې مسله کې کومه ستونزه نه شته، دغه قانون تاييد شوی، د ملي شورا له خوا تصويب شوی، ولسمشر هم دغه قانون توشېح کړی، په دې کې بله موضوع نه ځاېږي او په عاجله توګه دې د تذکرو د وېش لړۍ پيل شي.
شاوخوا درې اوونۍ مخکې د نفوسو د ثبت او احوال په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان چې پکې د افغان، قوم او مذهبت کلمو پر ليکلو ټينګار شوی و، د دواړو جرګو په اتفاق تصويب کړ.
خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي له دې موضوع سره مخالفت کوي او دوه ورځې مخکې يې هم د جرګې په تالار کې په دې اړه تاوده بحثونه وکړل.
له تېرې ډېرې مودې راهيسې د برېښنايي تذکرو د ويش پر سر لانجې روانې دي، خو تر دې دمه ولسمشرۍ ماڼۍ د پېژندپاڼو د ځنډ د لامل په اړه څه نه دي ويلي.















