(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۸) د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې د بنګله دېش د نولس کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه پنځوس اوريزه لوبه د په نيوزيلنډ کې د کرکټ نړيوال جام سياليو د چمتووالي به موخه ترسره شوه.
لومړۍ توپوهنه افغان لوبډلې وکړه او په ۴۸.۲ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته يې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه.
خو د بنګله دېش نولس کلنو لوبډلې ياد هدف پوره نه کړ او په ۴۱.۴ اورونو کې ۱۵۰ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې له لاسه ورکړل.
افغان توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې ۸۱ منډې عظمت الله عمرزي او ۴۴ منډې بهير شاه وکړې.
ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو څلورو ورځو کې د نولس کلنو نړيوال جام سيالۍ په نيوزيلنډ کې پيل شي.
















