(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۸ فرید افغان)
تیره ورځ د محاذ اسلامي ګوند مشر سید حامدګیلاني په یوه ناسته کې څرګنده کړه چې، د طالبانو مشران په کوم بل هیواد کې نه، بلکه په افغانستان کې اوسیږي.
د ده په خبره؛ دا څرګند حقیقت دی او ترې سترګې نه شي پټولی.
نوموړي وویل ‹‹ هغه اوازې نورې نه منو، چې وایي طالب مشران په بل ځای کې دي، حکومت دا له خپلې کمزورۍ وایي، ځکه نور یې له لاسه څه پوره نه دي، ډیری طالب مشران په هیواد کې دننه فعالیت او اوسیدنه لري.››
د نوموړي دې خبرو د ملي امنیت، اجرایه رئیس داکتر عبدالله او د ولسي او مشرانو جرګې غړو غبرګونونه راپارولي دي.
ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي څرګندونې غندلې او زیاتوي، چې د وسله والو طالبانو زیاتره غړي د ډیورنډ کرښې پورې غاړه اوسي او هلته میشت دي.
ملي امنیت ویلي چې داتور نړیوالو هم ورسره منلی دی.
اجرایه رئیس هم د نوموړي څرګندونو ته غبرګون ښودلی او دنوموړي خبرې یې د ملي ګټو پرخلاف بللې.
عبدالله هم ویلي چې د طالبانو میشت ځایونه په افغانستان کې نشته.
عبدالله ونه ویل چې څنګه دې ډلې وکولی شول چې له بهر څخه پراخ ولسي ملاتړ ولري او په نشت امکاناتو لویې سیمې ونیسي.
د ولسي جرګې مشر هم د نوموړي خبرې مایوسه کونکې بللې او ویلي یې دي چې له نوموړي څخه یې د داډول خبرو هیله نه درلوده.
د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري بیا پر دولت نیوکه کوي چې ولې دا ډول مشران خبرو ته پریږدي ځکه په وینایی چې دا ډول څرګندونې د نړیوالو او افغان عسکرو د قربانیو سپکاوی دی .
ناصري زیاته کړه چې ګیلاني باید دطالب مشرانو د میشت ځایونو معلومات رسنیز کړي او د دې خبرو دسپیناوي په موخه به ولسي جرګې ته دملي امنیت رئیس هم احضار کړي .
نوموړي له موقع څخه په استفادې د محقق ننګه هم کړې چې که د فاطمیون د لښکرو پرخلاف دهغه خبرې د ملي ګټو خلاف وي نو دا هم باید هغه ډول وګڼل شي.
که څه هم طالب ویاندویانو په وار وار ویلي چې د دوی مشران په افغانستان کې میشت دي او د معلوماتو ترمخه د طالبانو پخوانی مشر د امریکا له راتګه بیا آن تر خپل وفاته پورې د ډیورند له کرښې پورې غاړه نه دی تللی.
خو افغان چارواکي یې له دې امله چې فشارونه خپلو ګاونډیانو ته متوجه کړي هغه ولسونه چې د بهرنیانو پرضد یې پاڅون کړی هم پر ګاونډي هیوادونو تاوانوي.















