” هڅه کوو افغان کډوالو ته پاکستان کې تر يو کال پورې وخت واخلو”

راپورتاژ: الماس خدرخېل —– د پاکستان ملي امنيت کميټې د جنورۍ په درېيمه نېټه له ناستې وروسته اعلان وکړ چې پاکستان کې ميشت له يو ميليون ډير ناثبت افغان کډوال دې بيرته خپل هيواد ته د يوې مياشتې په موده کې ستانه شي.
د کابينې په ناسته کې وويل شول، چې په دغه هېواد کې ميشت افغان کډوال د پاکستان پر اقتصاد فشار ډېر کړی او نور يې نه شي زغملی.
تمه وه، چې پاکستان حکومت به د افغان کډوالو موده لږ تر لږه يوه مياشت نوره هم وغځوي، ځکه له څو مياشتو راهيسې يې د ناثبت افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ هم پيل کړې وه،خو د دغه هېواد چارواکو په ناڅاپي ډول د ناثبت افغان کډوالو د ستنولو پريکړه وکړه.
چې دغې پريکړې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره او افغان حکومت اندېښمن کړي دي.
افغان چارواکي ادعا کوي، چې د ټرمپ وروستيو څرګندونو پاکستان اړ کړ چې افغان کډوالو ته يواځې يوه مياشت وخت ورکړي، خو زياتوي چې دغه هېواد دې د کډوالو مسله له سياسي مسلو سره نه تړي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سلاکار حفيظ احمد مياخيل رسنيو ته ويلي، د نړيوالو ادارو او په پاکستان کې د افغان سفارت له لارې په دې هڅه کې دي، څو دغه هېواد افغان کډوالو ته له شپږو مياشتو تر يو کال وخت ورکړي.
نوموړی وايي، د کډوالو ستنول باید د دوی په خوښه په درناوي او په بېړني ډول نه وي.
د مياخېل په وينا، په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو په اړه د ملګرو ملتونو، افغانستان او پاکستان د کډوالو چارو ادارې په وروستۍ کلنۍ ناسته کې پاکستاني لوري په دې شرط چې د پاکستان د کابينې له تاييد وروسته به د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۸م کال تر پايه پورې وغځوي، خو تېره اونۍ د کابینې له خوا رد شوه.
له بله پلوه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو پر بېرته ستنولو دې غور وکړي.
په کابل کې د يادې ادارې وياند نادر فرهاد د کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ګڼي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې ميشت افغان کډوال هم اندېښمن دي وايي، چې د پاکستان له لوري د کارتونو ورکولو يو څه هيله من کړي و، خو د کډوالو په اړه وروستۍ پريکړې په کاروبارونو اغېز کړی دی.
د ورکړل شويو مالوماتو پر بنسټ، پاکستان په تېرو څو میاشتو کې ۱۳ لکه کډوال ثبت کړي دي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ بيا وايي اوس هم په پاکستان کې څه باندې يو ميليون ناثبت کډوال استوګن دي.
که څه هم د تېرو دوو کلونو په موده کې لکونه افغانان هېواد ته ستانه شول، خو ستانه شوي کډوال وايي هغه ژمنې چې د راستنېدونکو چارو وزارت له لوري ورسره شوې وې ټولې درواغ او هيڅ يوه يې نه ده عملي شوې.
يو تن مدني فعال نعمت الله وايي، هېوادوال له ډېرو هيلو سره راستانه شول خو په وينا يې څنګه چې د کډوالو چارو وزارت ته لازمه وه چې د راستنو شويو کډوالو سره مرستې وکړي، هغوی ته د کورونو لپاره نومرې ورکړي او حکومت ورته د کار زمينه برابره کړي، په هيڅ ژمنه عمل نه دی شوی او دغه ژمنې يواځې په قاغذي دوسيو پورې محدودې پاتې شوي دي، چې دا مهال ډيری کډوال بېرته پاکستان او يا نورو بهرنيو هېوادونو ته په قاچاقي لارو ځي.



