نعمان لطیف
یو وخت اور ژبي خطیب، او د اسلامي داعیې ستر داعي استاد محمد یاسر، استاد سیاف ته په خطاب کې وویل: نن که امریکایان درته خوشحال دي، او په غېږه کې یې ځای درکړی، درته مجبور دي؛ زه په پوره ډاډ او باور درته وایم چې، یو وخت به مو همدغه امریکایان په یوه او بله بهانه تر ګریوانونو را نیسي، نه یواځې تا، بلکې دهر هغه چا ګریوان ته به لاسونه اچوي چې یو وخت یې دجهاد، او مقاومت نعرې پورته کړې وي.
اوسنی حالت د استاد دوړاندوینې عین مطابق روان دی؛ هغه څېرې چې یو وخت یې دجهاد نعرې زمزمه کولې، او په وروستیو کې امریکایي تاړاک ته پر ملا بوچ مات شوي او قات شوي، یو ـ یو له صحنې ویستل کېږي.
له صحنې ددغو منحرفو جهادیانو ویستل بعید عن القیاس نه دي؛ بعید عن القیاس داده چې دغربي اشغال له برکته په مؤقتو رنګینو معتاد شوي جهادیان چې اوس له رنګین ژوند محرومیږي، ور سره سم عصبي سیسټم هم له لاسه ورکوي، او دلیونیانو په څېر ناشولتو ته شروع کوي.
دجمعیت ګوند چې یو وخت یې دجهاد پر نوم ستر امتیازات تر ګوتو کول، د امریکایي اشغال په پیل کې ښه ونازؤل شو.
د جمعیت ګوند له امریکایي اشغالګرو په افغان مسلمانانو د وړو بمونو پر ځای، د سترو بمونو ورولو غوښتنې وکړې؛ د ګیري شرون د ډالرو توبرۍ د جمعتیانو پر مخ پرانیستې پرتې وې، او په امریکایي مرسته، دجوړې شوې ادارې تر ټولو مهمې څوکۍ هم دوی ته سپارل شوې وې.
په دې وروستیو کې د استاد محمد یاسر وړاندوینه ټکی په ټکی رښتیا ثابتیږي، او هغه خلک چې یو وخت یې د لا شرقیه لا غربیه اسلامیه اسلامیه نعرې له خولو وتلي، په خورا مهارت له صحنې ویستل کېږي، چې په پایله کې یې واک مستقیماً سیکولر او ملحد طبعیته خلکو ته انتقالیږي.
یو له دغو جهادیانو څخه چې په پیل کې یې ښه په خرپ غرب ته دغلامۍ دوران تېر کړ، او اوس دخپل عمل سزا خوري، دجمعیت دشړیدلي ګوند ناصالحه غړی امرالله صالح هم دی.
امرالله صالح داسې ناشولتو ته شروع کړې چې عاقلان یې په آورېدلو دخجالت احساس کوي.
صالح څو ورځې وړاندې ښاغلی حکمتیار د داعش په ملاتړ تورن کړ، او تېره ورځ یې په تهران کې “د ايران د سوله ييزو مطالعاتو علمي انجمن” غونډې ته په وینا کې وویل: دحکومت سره اختلافات لرم مګر دا نه منم چې داعش دحکومت له لورې اکمالیږي
صالح وویل: داعشیان دطالبانو له لورې اکمالیږي او هدف یې ولس ته دطالبانو غوره ښودل دي.
خندنۍ ده چې داعش طالبي پروژه وبلل شي؛ داعش نړیواله استخباراتي پروژه ده او د نړۍ استخبارات دداعش افراطي جنګیالي دخپلو شومو موخو لپاره استعمالوي. داعش د نړۍ پر کچه د هغو ګوندونو خلاف جنګول کېږي کومو چې د اشغالګرو پر ضد توغ پورته کړی او په افغانستان کې یې هم پیل د طالبانو سره په جګړه وکړ.
اوس خو د افغانستان هر وګړی څه چې ماشومان هم په دې پوهیږي چې دلته د داعشي پروژې تر شاه غربي اشغالګر ولاړ دي او په رڼا ورځ یې تمویلوي
دسپین غر په لوړو څوکو کې چې له سختو واورو، او ساړه ژمي یې قارغان هم ژمی بل چېرې وړي؛ د اشغالګرو له تسلیحاتي او لوژیسیتکي تمویل پرته ژوند څنګه تېرېږي؟
هلته چې کلي تش پراته دي، هټۍ بندې دي، درصد ټولې لارې تړلې دي او کلیوال کډه شوې دي؛ داعشي ملېشې آذوقه، البسه او ضروري توکي له کومه کوي؟
دصالح په اند له اسمانه ورته کوزېږي او که له مځکې ورته را خوټېږي؟
صالح که په دې باور وي چې له اسمانه ورته ورځي، بیا دې ایمان او نکاح دواړه تازه کړي ځکه چې دخدای د سپېڅلو (؟) بنده ګانو سره په جګړه ښکېل دی او که داسې نه وي، بیا دې دڅو ورځو لپاره دمیاعلي بابا زیارت کې تېرې کړي چې خود یې سر ته وخېژي.
له داعش جنګیالیو دغرب او ګوډاګي ادارې ځواکونه دمقدمة الجیش په توګه کار اخلي. صالح دې دا خیال پلاؤونه نه وهي چې ګویا سیاسي ابتکار یې وکړ، د داعش پروژې اصلي رېښه یې درک کړه او نړیوال به یې د یوه مدبر او سیاسي زعیم په توګه تقدیر کړي. نړیوال د صالح په څېر سیاسي ماشومان په ګوتو کې نڅوي او په ناشولتو یې خاندې.
اصلاً صالح بېچاره په دې کوښښ کې دی چې دجمعیت ګوند لپاره د وړو پزه جوړه کړي.
په دې کې شک نشته چې دجمعیت ګوند خپل سیاسي جوړښت او باور له لاسه ورکړی، او لکه څنګ چې مخکې د ځینو مغرضو هېوادونو له لورې په سیاسي او پوځي برخو کې حمایه کېدل؛ دامریکایي اشغال سره مخلصانه همکاریو ترې هغه هېوادونه خپه کړي او پرې بې باوره کړي دي.
صالح غواړې پخپلو ناشولته څرګندؤنو د پخوانیو بادارانو باور ترلاسه کړي، ترڅو تر یوه حده دجمعیت دشړیدلي او پاره ـ پاره ګوند سیاسي وجود او باور وساتي.
له امریکایي درباره شړل شوي جمعیتیانو کوښښ پیل کړی ترڅو طالبان د سیمي امن، او ثبات ته ګواښ وښیي او خپل تللی سیاسي باور بیا ځل ترلاسه کړي خو داسې نه ده.
نړیوال اوس ددغو مکرجنو څېرو له مکر سره اشنا دي او پوهیږي د سیمي امن او ثبات څوک خوندي کولی شي، ځکه د هر چا په ناشولتو پسې سرونه نه ګرځوي.


















