شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د طالبانو سياسي دفتر: د سولې اړوند د ترکيې ناسته استخباراتي او پروژه ييزه لوبه ده

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جنوري 16, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
14
ځلې شریک شوی
181
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۶) شاوخوا درې ورځې وړاندې داسې راپورونه ورکول شول، چې په ترکيه کې د حزب اسلامي په منځګړيتوب د افغان دولت او طالبانو تر منځ د افغان سورلې په تړاو خبرې روانې دي.

د حزب اسلامي يوه پلاوي همايون جرير وويل، په دغې ناسته کې د طالبانو پلاوي او د هغوی د سياسي دفتر استازی هم شتون لري.

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد او د سياسي دفتر له ادرسه رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د دوی د استازو ګډون رد کړی او ويلي يې دي: (د اسلامي امارت هیڅ استازی په دې غونډه کې ګډون نلري.)

ښاغلي مجاهد دا ناسته يوه (جعلي پروسه) او پکې ګډون کوونکي يې (جعلي څهرې) بللي دي، زياتوي چې دغه ډول جعلي پروسې به افغان سوله لا پسې زيانمنه کړي.

ځينو رسنيو ويلي، په دغه ناسته کې د (رحمت الله وردګ) په نوم چې ځان د طالبانو د سياسي دفتر غړی معرفي کوي هم ګډون کړی، خو د طالبانو د سياسي دفتر له ادرسه ويل شوي چې (رحمت الله وردګ له سیاسي دفتر سره هیڅ ډول مستقیم یا غیر مستقیم تړاو نه لري او نه دا د اسلامي امارت غړی دی.)

دا لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې مخکې هم په ځينو نورو هېوادونو کې د سولې پروسې اړوند ناستې شوي، خو طالبانو په هغو ناستو کې چې ګډون کړی تاييد کړي او هغه چې د ځينو کړيو له خوا ترسره شوي رد کړي دي.

هغه وضاحت ليک چې کابل ټکی کام ته د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسېدلی تاسې ته يې هم کټ مټ نشروو:

په ترکیه کې د سولې د پروسې د جعلي استازو په هکله د اسلامي امارت د سیاسي دفتر اعلامیه

درۍ ورځې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړ چې په ترکیه کې د حزب اسلامي په مینځګړیتوب د طالبانو او د کابل د ادارې استازي راټول شوي او په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کوي.

دوی دا هم ویلي چې د نوموړو کسانو دغه درېمه غونډه ده خو دوه نورې غونډې یې پټې ساتلې شوې دي.

د دغې غونډې یو ګډونوال چې ځان یې ملا عبدالروف معرفي کاؤ، په رسنیو کې راڅرګند شو او ویې ویل چې درې واړه غونډې یې په تعارفي او ابتدايي خبرو تیرې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت هیڅ استازی پدې غونډه کې ګډون نلري. ده واضح کړې، دا یوه جعلي پروسه او جعلي څهرې دي او افغانستان کې سوله د جعلي پروسو په کار اچولو او جعلي څهرو په رامخ ته کولو نه راځي بلکې ورته تاوان رسوي.

څنګه چې په رسنیو کې ادعا شوی چې پدې غونډه کې د رحمت الله وردګ په نامه یو ګډونوال د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره تړاو لري نو سیاسي دفتر غواړي ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته اعلان کړي چې رحمت الله وردګ له سیاسي دفتر سره هیڅ ډول مستقیم یا غیر مستقیم تړاو نه لري او نه دا د اسلامي امارت غړی دی.

دا یوه استخباراتي او پروژه ایزه لوبه ده، غواړي د افغانستان د سولې واقعي پروسه زیانمنه او بدنامه کړي او د اشغال د غزیدو اسباب برابر کړي.

باید ووایو، اسلامي امارت د سولې د واقعي پروسې طرفدار دی او د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته وظیفه سپارلې چې د افغانستان د مسئلې سوله ایز حل ولټوي.

اسلامي امارت واضح اجنډا لري چې هغه د اشغال خاتمه او په هیواد کې د افغان شموله اسلامي نظام راوستل دي.

د همدې مقصد لپاره اسلامي امارت د سیاسي دفتر له لارې تل په ټولو خواوو چې د مسئلې د حل واک لري غږ کړی چې د خبرو میز ته راشي.

خو لا تر اوسه د مسئلې بل پلو د سولې ستراتیژي نلري، یوازې د سولې شعارونه ورکوي او د سولې جعلي پروسې په کار اچوي چې هغه نه د مسئلې حل دی او نه زموږ د ولس درد دوا کولی شي.
موږ یو ځل بیا په ټولو غږ کوو چې د افغانستان د مسئلې واقعي حل ته مخه وکړي او نور دې په یوه او بله پلمه د سولې سپیڅلې کلمه نه زیانمنوي.

د اسلامي امارت سیاسي دفتر
۱۴۳۹/۴/۲۹هـ ق
۱۳۹۶/۱۰/۲۶هـ ش ــ 2018/1/16م

۱۴۳۹/۴/۲۹هـ ق
۱۳۹۶/۱۰/۲۶هـ ش ــ 2018/1/16م

مخکینې مطلب

مذاکرات یا بازی با سرنوشت ملت

بل مطلب

میدان وردګ: د ګډو ځواکونو په شپینۍ چاپه کې ولسي وګړو ته د سر او مال دروند زیان اوښتی

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com