(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۶ فرید افغان)
راپورونه وایي چې امریکایی او افغان عسکرو په ګډه د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ اړوند دسیبکي پر بازار او دوکانونو چاپه وهلي، چې پکې ولسي وګړو ته د سر او مال دروندزیان اوښتی دی.
سیمیزې سرچینې وایي، چې د تیرې شپې په چاپه کې د یوې میرمنې په ګډون د بازار دوه څوکیداران وژل شوي او ګڼ کسان نور ټپیان دي.
د سرچینو په حواله؛ افغان عسکرو په دې چاپه کې لسګونه دکانونه چور کړي او ګڼې شتمنۍ یې ترې وړې دي.
سرچینې زیاتوي چې، په یاده پیښه کې تر ۳ سوو د ډیرو دکانونه دروازې ماتې شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا پیښه یو جنایت بللی او غندلی یې دی.
تر اوسه دولتي چارواکو او ایساف ځواکونو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د همدې ولایت د سیداباد ولسوالۍ په بازار کې هم د ملي اردو ځواکونو دکانداران سخت وهلي و.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیانو په ملتیا پر ولسي وګړو د افغان عسکرو چاپې او بمبارۍ بې مخینې ډیرې شوې او د ملکي تلفاتو ډیرښت خلک اړ کړي تر څو د ملي یووالي دحکومت پر ضد دریځ خپل کړي


















