(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۶) چارواکي وايي د فراه ښار د طالبانو له لوري کلابند دی زياتوي چې په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ په تازه نښتو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولايتي شورا غړی خير محمد نورزی وايي، تېره شپه طالبانو د ملي امنيت رياست او د ولايت د مقام په يو کيلو مترۍ کې پر امنيتي پوستو بريد کړی، چې پکې شپږ عسکر وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د فراه د امنيې قومندانۍ د امنيت امر ګل بهار مجاهد د بريد د تاييد تر څنګ ويلي، په دغو نښتو کې شپاړلس طالبان هم وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم طالبانو په پشترود او ريګي ولسواليو کې په امنيتي پوستو بريدونه کړي و، چې د ګبلهار مجاهد په وينا امنيتي ځواکونو له دوو پوستو تکتيکي شاتګ کړی، خو طالبان وايي چې پوستې يې نيولي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې وروستيو کې په فراه کې د طالبانو بريدونه زيات شوي، چې لسګونه عسکر پکې وژل شوي او ځينې سيمې او امنيتي پوستې يې له دولتي ځواکونو نيولي دي.
په همدې حال کې د فراه د ولايتي شورا يوه غړې جميله اميني سلام وطندار ته ويلي، د فراه ښار له تېرو دوو مياشتو راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې دی او هره شپه د طالبانو په بريدونو کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوړي.
له دغې ولايت څخه شمير سرچينې وايي، په تېرو دوو مياشتو کې د چاودنو او بريدونو په ترڅ کې نږدې درې سوه عسکر وژل شوي او په همدې اندازه سرتيرو خپلې دندې پريښي دي.
له بله پلوه د فراه د والي مرستيال محمد يونس رسولي د ولايتي شورا غړو د څرګندونو د تاييد سربيره ويلي، ښار له څلورو خواو د طالبانو په کلابندۍ کې دی او زياتوي چې هره شپه له لسو تر پنځلسو پوليس د طالبانو سره په نښتو کې وژل کېږي.
طالبانو په دغه ولايت کې د بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی دی.


















