(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۶ فرید افغان)
راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه د دې ولایت د مرکز اړوند تیلوکه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته چاپه وهلې او په ترڅ کې یې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز ځایي چارواکي نښته تائیدوي خو له جزیاتو ورکولو ډډه کوي .
بل پلو ځایي سرچینې وایي چې د طالبانوپه دې ناڅاپي برید کې پوستې سقوط کړی او میشت عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې، په دې برید کې یې ۲۰ تنه عسکر ځای پرځای وژلي او د هغوی ګڼ مهات یې لاسته لویدلي دي.
طالبان وایي پوسته په بشپړه توګه د دوی لاسته لویدلې او ددوی ملګرو ته هم کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو همداراز ویلي چې د دې ولایت د چهاردرې په ولسوالۍ کې یې د افغان او امریکایي ځواکونو ګډ پیل شوي عملیات له ځنډ اوخنډ سره مخامخ کړي او هیڅ پرمختګ نه لري.
د طالبانو ویندوی ادعا کړې چې د دې ولسوالۍ اړوند یې په ګڼو سیمو کې پر راغلې عملیاتي قوه مرګوني بریدونه او چاودنې کړې چې ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو پهر مراکزو خپل بریدونه زیات کړي او د کورنیو چارو وزارت د شمیر تر مخه، چې په ورځنۍ توګه د طالبانو په بریدونو کې لسګونه تنه امنیتي ځواکونه ژخپل ژوند له لاسه ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې یواځې د تیرې ورځې په اوګدو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ۲۹ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي


















