(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۶) د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د هوان مرميو د لګېدو له کبله لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او پنځه څلوېښت نور ټپيان دي.
د دغې ولايت د امنيه قومندانۍ وياند عبدالکریم يورش وايي، پېښه نن سهار لس بجې د يادې ولسوالۍ مربوط په يوه کوچني بازار کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، زیاتوي ښايي د ځاني تلفاتو شمېر له دې هم لوړ شي ځکه په خبره يې د ډيری ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې د هوان دغه مرمۍ د چا له لوري وار شوي دي.
خو تر دې مخکې په ځينو سيمو کې د دولتي ځوکونو د توپونو، هوان او هوايي بريدونو کې ډیری وخت ملکي کسان په نښه شوي دي.


















