افغان پاسپورت په نړۍ کې تر ټولو وروستی ځای خپل کړی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۸ فرید افغان)
د نومادکاپټلیسټ په نامه د یوه امریکایي ادارې له خوا چې د نړۍ ۱۹۹ هیوادونو پاسپورتونه یې د درجه بندي په نوملړ کې اعلان کړي افغانستان یې په وروستۍ کټګورۍ کې راوستلی دی.
دا اداره وایي چې دوی دا معلومات د بېلا بېلو هېوادونو له سفارتونو، ای اې ټي اې، هېنلې ویزه، د بندیزونو درجه بندۍ، د هېوادونو مالیو درجه بندۍ، شخصي تجربو، سوداګریزو سلاکارانو، د خوښۍ نړیواله درجه بندي، د بشري پرمختګ رپوټ او دغه راز له ځینې نورو ادارو تر لاسه کړي دي.
د پاسپورتونو درجه بندي د هغوی د ارزښت له پلوه ده په دې توګه د لومړۍ درجې پاسپورت څښتنان کولی شي، بې ویزې هر هیواد ته سفر وکړي او په نورو کې بیا په ترتیب سره د ټیکسونو یا مالیو سسټم، د پاسپورټ نړیوال اعتبار، دوه ګونی تابعیت او په اړوندو هېوادونو کې یې فردي ازادي شامله ده.
تر ټولو پرمختللي پاسپورت ۵۰ نومرې خپلې کړې او نورو په ترتیب سره آن تر ۱۰ پورې وړې دي.
په همدې درجه بندي کې لومړی مقام سویډن، دوهم بلجیم، اسپانیا او دریم هم ایټالیا خپل کړی دی.
په یاد نوملړ کې امریکا په ۳۵ او پاکستان په ۱۹۶ ځای کې راغلی دی.
تر ټولو با اعتباره پاسپورټ هغه ده چې هیوادونه ورته بې ویزې د دخول اجازه ورکوي، ورپسې د مالیو او ټیکس ورکولو پاسپورت ځای لري چې د ادارې په وینا د یوه هېواد اوسېدونکي باید یوازې د خپل تابعیت له کبله د ټیکس ورکولو ته اړ نه شي، په همدې کټګورۍ کې د امریکا پاسپورت هم راځي چې وګړي یې مالیه زیاته ورکوي نو له همدې امله د دې هیواد پاسپورت درلودونکی به هم نه اړکیږي چې په نورو هیوادونو کې ترې مالیه واخیستل شي.
د پاسپورتونو په درجه بندي کې دبیان آزادي او د دوه ګوني تابعیت اجازه هم اهمیت لري؛ هغه هیوادونه چې هیڅ دوه ګونی تابعیت ته اجازه نه ورکوي ۱۰ او هغه چې ټولو وګړو ته اجازه ورکوي ۵۰ نومرې وړې او د بیان په آزادي کې افغانستان ۲۰ نومرې وړې چې دبیان ازادي لا هم پکې محدوده ښکاري




