کندوز: په ځمکنیو عملیاتو کې ۵ امریکایي عسکر ووژل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۷ فریدافغان)
راپورونه وایي چې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اړوند سیمو کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې بهرنیو او افغان ځواکونو د سر دروند زیان اوښتی دی.
دا عملیات چې څو ورځې وړاندې ددې ولسوالۍ په نهرصوفي او یوشمیر نورو سیمو کې د هوا اوځمکې له لارې ګډوځواکونو پیل کړي، د ځایي خلکو په وینا؛ تر اوسه کوم پرمختګ نه لري.
په سیمه کې د طالبانو پراخ خوځښت او له دې ډلې سره د ولسي خلکو همکاري عملیات له ناکامۍ سره مخ کړي دي.
تازه راپورونه وایي چې، افغان ځواکونه د عملیاتو له پیل سره سم د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلل چې وروسته عملیاتي قوه اړ شوه ترڅو له بهرنیانو څخه په هوایي او ځمکنۍ جګړه کې مرسته وغواړي.
طالبانو ویلي چې په ننۍ جګړه کې یې ۵ تنه امریکايي او ۶ تنه داخلي کمانډو عسکر وژلي او ګڼ شمیر نور ټپيان دي.
ځایي خلک وایي چې پر بهرنیو عسکرو د بریدونو او چاودنو وروسته سیمې ته څو ځله د امریکایانو ځانګړې امبولانس هلیکوفترې راغلې.
د یادونې وړ ده چې پر همدې ولسوالۍ شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې هم بهرنیو او افغان ځواکونو عملیات پیل کړي و، چې د طالبانو له سختو ځوابي بریدونو سره مخ او سیمه یې پریښوده.
هغه مهال بهرنیو ځواکونو ګڼو ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبلې اړولې وه.
په کندوز کې داسې مهال د امریکایې ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام خپریږي چې تیره ورځ په ننګرهار کې هم دوه تنه امریکایي ځواکونه دطالبانو په تکتیکي برید کې ووژل شول.
تر هغه وړاندې د دې ولایت په مامند سیمه کې هم د طالبانو دوو نفوذي عسکرو ۱۶ امریکایان ځای پرځای ووژل.
حکومتي چارواکو ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې یې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او په سیمه کې یې پرمختګونه هم کړي خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دخپل یوه ملګري د وژل کیدو پخلی کړی او دحکومتي چارواکو ادعاوې یې بې بنسټه بللې او رد کړې یې دي.
ایساف ځواکونو په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې.
باید وویل شي چې، امریکایان د نوې پالیسي ترمخه هڅه کوي هغه تلفات چې د دوی ځواکونو ته رسیدلي پټ وساتي ترڅو یې د جګړې په لومړیو کرښه کې د جنګیدونکو عسکرو پر مرال ناوړه اغیز ونه کړي.



