د مایک پنس له ټویټ څخه د غني او عطا بیلابیل تعبیرونه
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس په ټویټر ولیکل چې له اشرف غني سره یې ټیلفوني خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې په بلخ کې د واک انتقال دې په سوله ایزه توګه ترسره شي.

خالد افغان زوی
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس په ټویټر ولیکل چې له اشرف غني سره یې ټیلفوني خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې په بلخ کې د واک انتقال دې په سوله ایزه توګه ترسره شي.
د مایک پنس له دې خبرې وروسته د غني او عطا دواړو پلویان هڅه کوي چې د دغه کوچني ټرمپ لنډکۍ خبره په خپله ګټه تعبیر او تفسیر کړي. د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د عطاء په استازیتوب سمدستي غبرګون وښود او ویي لیکل چې دوی د مایک پنس د خبرې هرکلی کوي. د عطا نور اړخ د مایک پنس پر ټویټ د خپلو شرحو او حاشیو په لړ کې د نوموړي خبره داسې تفسیر کړه چې ګواکې امریکا د ارګ او عطا نور تر منځ د معاملې هر کلی کوي.
بل اړخ ته د ارګ او اشرف غني کسان هم د مایک پنس ټویټ ته خوشاله دي. دوی وایي امریکا زموږ پر خوا ده او غواړي چې عطا نور باید پرته له چون او چرا د بلخ ولایت له چوکۍ کوز شي. په داسې حال کې چې د غني او عطا نور پلویان لا هم د امریکایي مرستیال ولسمشر د ټویټ په اړه په فیسبوکي ناندریو سره بوخت دي او هر اړخ غواړي د نوموړي خبره په خپله ګټه تعبیر او تفسیر کړي. مایک پنس خپل ټويټ ته تشریح نه ده ورکړې چې بالاخره نوموړی په دې لانجه کې د کوم اړخ ملګری دی.
په دې مابین کې تر ټولو جالبه نکته د اشرف غني او عطانور د پلویانو ذلیلانه وضعیت دی، چې خپل تقدیر د یوه بل هیواد د مرستیال ولسمشر په ټویټ کې لټوي. وایي څوک چې د متعال خدای جل جلاله له دربار څخه مخ وګرځوي نو ضرور به بیا د داسې ذلیلو انسانانو بندګۍ ته مجبوریږي.
عطانور او اشرف غني چې د حقیقي رب تعالی په ځای یې ټرمپ او امریکا ته د بندګۍ سرونه ټیټ کړي.اوس نو مجبور دي چې د بنده د بندګۍ ټولې سختۍ هم برداشت کړي.دوی د دې په ځای چې د خپلې بریا او ناکامۍ، خپلې نیکبختۍ او بدبختۍ او یا هم خپل مقبولیت او مردودیت لپاره دیني نصوص معیار او محک کړي او د الله تعالی په وړاندې د مقبولیت په ترازو ځان وتلي، خوارکیان د سپینۍ ماڼې رحم کرم ته پاته دي او خپله نیکبختي یا بدبختي د هغه دجال ګوټي (مایک پنس) په تندي کې ګوري چې په امریکا کې د یهودي لابۍ اساسي عنصر او د بیت المقدس د غصب ستر حامي بلل کیږي.
د عطانور او اشرف غني فیسبوکي مریدانو د مایک پنس له دوه کرښې ټویټ څخه خپله د نجات او هلاک وثیقه جوړه کړې، دا څو ورځې په همدې بوخت دي او هر اړخ ورباندې اوږدې اوږدې شرحې او حاشیې کوي ترڅو د دوی په ګټه تعبیر شي. دوی یو بل په دې تورنوي چې په انګلیسي کې مهارت نلري او د مایک پنس د ټویټ په حقیقي مفهوم نه دي رسیدلی.
نو دم ګړۍ د دموکراسۍ په رژیم کې مهمه خبره همدا ده چې د ارګ د مفکر او د بلخ د امپراطور دواړو برخلیک د مایک پنس په ټویټ پورې غوټه دی. تراوسه نه ده معلومه چې مایک پنس به خپل ټویټ ته څرنګه تشریح ورکوي او د کوم اړخ په حق کې به فیصله کوي. د عطانور پلویان دعاګانې کوي چې د مایک پنس ټویټ د دوی په ګټه تفسیر شي او د اشرف غني اړخ بیا داسې انګیري چې دارګ حیثیت تر همدې دوه ګوتې ټویټ پورې تړلی او که خدای مکړه د دوی په زیان تعبیر شي نو د ملي وحدت ګړوبه شوې کیږدۍ ړنګه بویه.
دې وضعیت ته په پام سره کتونکي وایي چې د بلخ او ارګ لانجه دحقوقي او قانوني حل په ځای اوس د ژب پوهنې بحث ګرځیدلی. د انګلیسي ژبې ماهرین باید ډیکشنریو ته مراجعه وکړي تر څو معلومه کړي چې د مایک پنس خبره بالاخره د چا په ګټه او د چا په زیان ده. تراوسه معلومه نه ده چې مایک پنس به خپلې مبهمې خبرې ته تشریح ورکړي او که خپل حلقه بګوش غلامان به همداسې سرګردان او په وسواس کې پریږدي.



