جمال ایوبي
د امریکا په نوې تګلاره کې پر جګړې ټینګار شویدی تر څو خپل اهداف تر لاسه کړي او د سیمې هېوادونه تر ګواښ لاندې راولي.
جنرال نیکلسن په خپلو شیطاني څرګندونو کې په شاتو کې زهر وشیندل،نیکلسن پر جګړې ټینګار وکړ خو یو څو پلورل شوو افغان مشرانو د شخصي ګټو لپاره ددغه بې رحمه دریځ هر کلی وکړ.
استعمار او د هغوې پلویان غواړي چې باید د افغانانو په کورونو کې د ویرونو او ژړاګانو غږ خاموشه نشي.
دا چې اوس امریکایې ځواکونه د جنګ له میدان څخه د ګوښه کیدو په هڅه کې دي دوې تر ډیره هڅه کړیده چې د ملاتړو افغان ځواکونو په واسطه دا جګړه وغځوي.
خو بیا هم امریکایان په ارامه ندي پریښودل شوي طالبانو په ډیر مهارت سره کله په قرارګاو کې او کله یې د نفوذي مجاهدینو له خوا دوې په نښه کړیدي چې د زیاتو تلفاتو باعث ګرځیدلي.
ای عسکره!
د یوه هېواد بچیان یو، یو مو اسلام او یو مو کلتور دی، د پیدایښ په اولو شپو کې زمونږ او ستاسې په غوږونو کې اذانونو شویدي، خپلو میندو به د الله هو په ترنم سره لویولو.
ای عسکره!
امریکایی مشران او پردیپاله افغانان په څو تراشل شوو جملو ستاسو احساسات راپاروي تر څو ستاسو وجدان او ضمیر ووژني او بیا مو د یوې لویې ګناه لپاره عیار کړي،لکه څنګه چې یې تیار کړي یاست.
ای عسکره!
دا هماغه د صلیبي جنګونو وحشیان دي،دوې هماغه زمونږ د وینو تږي دي چې اقصی یې په وینو ولړله، همدوې ول چې پرون یې اندلس په وینو رنګ کړ او نن یې ته پخپل صف کې درولئ یې او ما درباندې ولي.
ای عسکره!هغه کونډه مورکۍ چې په انقلابونو کې لویه شویده لسیزې یې دردونه ګاللي دي دغه دردیدلې مورکۍ دې د هغه صلیبیانو او شرابي اجنټانو لپاره مه ژړوه او مه یې بوره کاوه، کوم چې زمونږ د اسلام او ناموس لوټولو لپاره راغلې دي.
اوس دغه یرغلګر د خپلو ځواکونو د زیاتو تلفاتو له خوف او ډار څخه د جګړې له میدانه ځانونه ګوښه کوي او تاسې د مرګ کندې ته ټېل وهي تر څو د افغانانو په کورونو کې د یوې اوږدې مودې لپاره د ژړاوو بازار ګرم وساتي.
هغه تیروتلي افغانان چې د استعمار په صفونو کې اوسیږي او د دوې ګټې خوندي ساتي باید پوه شي چې دوې د هغه چا دفاع کوي چې پخپله په شرابو کې لمبیږي د رقص و رباب په محفلونو کې نڅیږي، د ژوند شیبې یې په رنګینو او قیمتي محلونو کې تیریږي خو ستاسو پر وینو خپلې فحشاخانې ساتي.
دوې د میډیا پر مخ د یو څو ثانیو لپاره تاسو سره خواخوږي ښکاره کوي خو تر مرګ وروسته ستا پر ناموس هم تیری کوي چې ژوندۍ نمونې دې ولیدلې.
ای عسکره! د خواخوږۍ له مخې درته وایم، ویښ شۀ!دغه وجدان پلورنکي مشران ستا پر وینه د صلیبي ځواکونو دفاع کوي، چې پخپله امریکایې جنرالانو ویلي چې افغان ځواکونه زمونږ لپاره قرباني ورکوي، چې حقیت هم ده.
دغه بې ننګه صلیبیان چې تاسو یې سپر ګرځولي یاست، لږ دوې د جنګ میدان ته راپریږدئ چې د غزاوو میدان پرې ګرم شي تر څو راتلونکي نسلونه یې ترې عبرت واخلي.
ای عسکره!دغه لاره چې تا اختیاره کړیده د تاریخ بدنامه صفحه ده، هم دې دنیا در خرابه وي او هم دې اخرت.


















