(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۲۹ فرید افغان)
د کندوز له چهاردرې ولسوالۍ څخه تازه خبرونه وایي چې په دې ولسوالۍ کې د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا پیل شويو عملیاتو خونړۍ بڼه خپله کړې.
سیمیزو سرچینو کابل ټکي کام ته ویلي چې تیره ورځ مازدیګر مهال د ښکیلو لوریو ترمنځ خونړۍ نښته رامنځته شوه چې امریکایان مجبور شول ترڅو له هوایي بریدونو کار واخلي.
ځایي خلک وایي، چې د طالبانو د لومړۍ کرښې مقاومت او ځمکنیو ماینونو افغان او امریکایي ځواکونه اړکړل ترڅو هوایي بریدونه وکړي.
سرچینو ووویل؛ بمبار ماښام مهال د ګډوځواکونو خط ته نږدې دچورلکو په توسط وشو اوښایی ځمکنیو ځواکونو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې وي.
د سیمې خلکو کابل ټکي کام ته ویلي چې د تیرماښام دجګړو له امله د امریکایی ځواکونو یو ټانګ، د افغان کمانډ عسکرو یوه رینجر او یو ام بي موټر اوس هم په سیمه کې ویجاړ پراته دي او زیاتوي چې د افغان او امریکایي ځواکونو څو وژل شوي اوټپي عسکر یې هم په سیمه کې کې لیدلي دي.
خلک وایي چې طالبان له ګډوځواکونو سره په لومړی خط کې جنګیږي خو امریکایان په لوی لاس ملک میشت ځایونه بمبارکړي دي.
تازه راپورونه وایي چې نن سهار بمباري نشته خو دواړه لوري پر یو او بل د درنو وسلو ډزې کوي.
دا عملیات له تیرو څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې جریان لري چې پکې تر اوسه د ګڼو کمانډو عسکرو په ګډون ۵ تنه امریکایان هم وژل شوي.
د تیر ماښام د جګړو د د تلفاتو د کره شمیر په هکله لا معلومات نشته
ښکیلو لوریو تر دمګړۍ پورې په دې هکله کوم وضاحت نه دی کړی
د یادونې وړ ده چې حکومت د دې ولسوالۍ پر ۱۰ سلنه برخه واکمني لري او ګډوځواکونود ولسوالۍ په نږدې سیمه عملیات پیل کړي خو لا هم نه دي بریالي شوي تر څو دطالبانو لومړی خط مات کړي.

















