سرلیکنه
له تېرو دوو میاشتو راهیسي چې د ارګ او عطا نور تر منځ د بلخ ولایت پر څوکۍ شخړه روانه ده. اوس يې د امریکا د غیرمستقیمې مداخلې ترڅنګ مستقيمې مداخلې بڼه غوره کړه، او هغه ناندرۍ زور ازمایلو ته نږدې شوې، کومې چې دمخه به یواځې د رسنیو په کچه روانې وې.
تېره ورځ په کابل کې د امریکا نوي ټاکل شوي سفیر د ارګ او عطا نور تر منځ د بلخ ولایت پر سر د لانجې په اړه وویل چې دا ستونزه باید د اساسي قانون په رڼا کې حل شي. یانې عطا نور دې له خپلې اینډې مخ واړوي او د ارګ لخوا نوي ټاکل شوي والي، انجنیر داوود ته دې د بلخ ولایت چوکۍ وسپارله شي.
په ښکاره خو جان باس ويلي چې د بلخ ولایت پر سر راټوکېدلی جنجال دې له سوله ییزې لیارې حل شي. په اصل کې امریکا د بلخ ولایت د څوکۍ مسئله نه په سوله ییزه توګه حل کول غواړي او نه يې د اساسي قانون په رڼا کې د حل پلوي کوي.
د عطا نور او ارګ تر منځ ستونزه د اساسي قانون له مخې جوړه شوې ده. عطا نور له یوې خوا او ارګ له بلې خوا د اساسي قانون غوښتنه کوي، هر یو لوری اساسي قانون مني، خو د خپلو ګټو تر حل پورې يې تړلی دی.
که ارګ او عطا نور ملي ګټو ته لومړيتوب ورکاوه، دا ستونزه بیا نه رامنځته کېده. د نور وینا ده چې د اساسي قانون په رڼا کې دې د هغه غوښتنې ومنل شي، بیا به د اساسي قانون په رڼا کې د بلخ ولایت د څوکۍ د پرېښودلو په اړه پرېکړه کوي. د مالوماتو له مخې، ارګ هیڅ وخت د نور غوښتنو ته تیار نه دی.
د حکومت پر وړاندې د ولایت په کچه ستونزه اوس په سپینه ماڼۍ کې تر بحث لاندې نیول کیږي. تېره ورځ د ټرمپ مرستیال، مایک پنس، له اشرف غني سره د نور د ستونزې د حل په اړه په ټیلیفوني اړیکه کې وویل چې نور دې اساسي قانون ته غاړه کېږدي. که داسي وشي، بیا به اشرف غني هم اساسي قانون ته غاړه ږدي، او دا اساسي قانون به په شمال کې د جګړو په دوام عطا نور د بلخ له ولایته او اشرف غني له ارګه لاس پر سر کړي.
افغان ولس نه پر عطا نور باور لري او نه پر اشرف غني. که په دواړو کې یو هم باوري وای، دا ستونزه به تر میاشتو نه وه غځېدلې. روانو حالاتو او په کابل کې د امریکا د نوي سفیر، جان باس، دوه مخې پالیسۍ ته په کتو سره دا ناندرۍ په اسانه سره پای ته نه رسیږي. که اوس امریکایي چارواکي په بیړه دې مسئلې ته د حل نوم ورکړي، پايلې به يې تر لاینحله زیاتې خرابې وي.
که د امریکا له مداخلې وروسته عطا نور د بلخ ولایت پرېږدي او یا ارګ نوي معرفي شوی والي بېرته کابل ته ستون کړي، په دواړو صورتونو کې د بلخ ولایت څوکۍ له ځان سره ښې پایلې نه لري؛ او دا ستونزه د امریکا په مداخله نوره هم پسې زیاتيږي.
د مرغومې د میاشتې په ۲۶مه د بلخ لپاره ارګ نوی والي معرفي کړی دی، خو تر اوسه پورې کار ته نه پرېښودل کیږي. که د بلخ ولایت پر سر د مسئلې په هر حالت کې امریکا حل غواړي، یوه خوا به يې هم له زړه نه تسلیموي. چې په راتلونکې کې به يې د بدو پایلو زور دواړو ته ورسیږي، عطا نور او اشرف غني دواړه به د جنون تر حده ورسوي؛ بیا به ارګ بې نوره او نور بې ارګه وي.


















