(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۳۰) د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جان ساليوان وروستيو څرګندونو ته طالبانو توند غبرګون ښودلی دی.
جان ساليوان د امنيت شورا په غونډه کې وويل: چې پر طالبانو نور هم فشارونه زيات کړل شي، د هغوی د منزوي کولو هڅې ډېرې، مالي منابع يې له منځه يوړل شي، څو له افغان حکومت سره سولې ته غاړه کېږدي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې، پر افغانستان کې د زور او فشار راوړلو سياست ناکام او بې نتيجې بللی زياتوي دغه ډول هڅې “پر اسلامي امارت د فشار راوړلو په برخه کې له حقائقو څخه سترګې پټول دي” په وينا يې د امريکايي جنرالانو دغه ډول تکتيکونه له تېرو شپاړلس کلونو ناکام تکتيکونه دي چې هيڅ نتيجه يې نه ده ورکړې، بلکې امریکا يي لا په ستونزو اړولې او د غرقېدو خواته یې نږدې کړی ده.
په خبرپاڼه کې د افغانستان اصلي ستونزه د بهرنيو پوځيانو شتون یاد شوی او په وينا يې ” امریکا باید درک کړي چې د افغانستان اصلي ستونزه بهرنی اشغال دی”.
خبرپاڼه کې راغلي، په تيرو شپاړلس کلونو کې امريکا ته اوښتي مالي او ځاني زيانونه دا څرګندوي چې افغانان د چا زور او فشار ته نه تسلیميږي او دا ټکی بايد په جدي توګه درک کړل شي.
طالبان وايي، “په جګړه کې له پرلپسې ناکامۍ او شکست سره سره لاهم د زور او فشار خبرې تکرارول دا ثابتوي چې یا خو هغوی له وضعیت څخه سم درک نشي کولای او یا ممکن قصدا غواړي چې جګړه وغزوي، ترڅو زموږ په هیواد او ټوله سیمه کې اشغالګرانه او سلطه جویانه غوښتنې او موخې تعقیب کړي.”
د طالبانو په وينا، د ټولو امکاناتو په کار اچولو سره به هڅه وکړي ترڅو” امریکایان د حقائقو منلو، تعقل او له اشغال څخه لاس اخیستلو ته مجبوره کړي”.
په عين حال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دغې غونډه د امریکايي او پاکستاني چارواکو له لوري پر يوبل توندې نيوکې وشوې.
ساليوان وويل: پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ او هغوی ته يې پناه ځايونه ورکړي دي.
خو په امنيت شورا کې د نوموړي څرګندونو ته د پاکستان سفيرې مليحه لودي غبرګون وښود او زياته يې کړه، د دې پر ځای چې خپل مسئوليتونه پر نورو واچوي، افغان حکومت او متحدين دې يې په دغه هېواد کې موجوده ستونزو او راولاړو شويو ستونزو ته پام وکړي.
هغې زياته کړه، هغه څوک چې وايي د وسله والو پټنځايونه له افغانستانه بهر دې هغه دې په خپل دريځ نظر ثاني وکړي.


















