شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د طالبانو په لاس کې روسۍ وسلې؛ څه معنی؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 20, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
870
ځلې شریک شوی
156
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

جیلاني پښتون

څو ورځې وړاندې طالبانو د فراه ولایت په مرکز برید وکړ، د مرکز ۸۰ فیصده سیمه یې ونیوله، او د ښار تر دروازو ورسیدل، د جنګ په لومړۍ ورځ طلوع نیوز وویل چې پنځوس تنه پولیس او عسکر وژل شوي دي. خو په همدې وخت د فراه والي  عارف شاه جهان د خپل شاتګ د بهانې په مهال وویل چې له طالبانو سره روسۍ وسلې دي نو ځکه په جنګ کې کامیاب دي. اوزګارو رسنیو چې په دې ورځو کې کومه بله موضوع نه ورپیدا کیده، همدا خبره یې ګرمه کړه چې هلئ له طالبانو سره روسۍ وسلې کشف شوې دي.

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

د دې مسئلې په اړه خو به لومړی دا ووایو چې د افغانستان او جهان ماشوم او تر ټولو ناخبره انسان هم په دې  پوهیږي چې  په افغانستان کې له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې جنګ په روس ساخته وسلو روان دی نو بناء دا کومه نوې خبره نه ده چې له طالبانو سره روسۍ وسلې لید کیږي.په افغانستان کې هماغه د کمونیستانو له وخته جګړه په روسي کلاشینکوفونه پیل شوه، ورپسې تنظیمي جګړې هم په روسیو وسلو کلاشینکوف او آر پي جي راکټ  روانې وې، طالبان او شورای نظار هم په همدې وسلو سره جنګیدل او اوس هم د طالب او اربکي دواړو په لاس کې روسي کلاشینکوفونه لیدل کیږي. نو بناء که څوک له طالبانو سره د روس ساخته وسلو شتون یو لوی کشف او د حیرانۍ وړ بولي دا نو له حماقت پرته بل څه نه شي بلل کیدای.

بله خبره داده چې له طالبانو سره د روس ساخته وسلو شتون په دې دلالت کوي چې روس له طالبانو سره مرسته نه ده کړې،ځکه د نړۍ په جګړو او استخباراتي مداخلو کې رواج دا دی چې کوم هیواد له کومې جنګي ډلې سره د وسلو مرسته کوي، نو د خپل هیواد جوړې شوې وسلې نه ورکوي، بلکې د دې لپاره چې پل غلط کړي د داسې هیواد جوړې شوې وسلې ورکوي چې اصلا یي تصور نه شي کیدلای.

د داود خان په وخت کې چې پاکستان جهادي مشران په لومړي ځل مسلح کړل، نو د پاکستانیو وسلو په ځای یې هغه هندي ټوپک ورکړل چې پاکستان له هند سره د جنګ په مهال د لاهور په محاذ کې غنیمت کړي وو.  ورپسې کله چې امریکا د شوروي په خلاف د افغان مجاهدینو اکمال پیل کړ، نو د امریکایي یا غرب ساخته وسلو په ځای یې ټول هغه جنګي تجهیزات ورته رسول چې له شوروي کمپنیو سره یې تړاو درلود.

په دې وخت امریکایانو له مصر څخه ټول هغه کلاشینکوفونه واخیستل چې د سوسیالیست جمال ناصر له وخته د مصري پوځ په ډیپوګانو کې خوندي وو، دغه وسلې یې افغان مجاهدینو ته وسپارلې، دغه راز یې له چین سره هم د وسلو لوی قراردادونه وکړل او افغان مجاهدین یې په هغه ډول وسلو مسلح کړل چې اصلا د شوروي لخوا جوړې شوې وې.

دې حقائقو ته په پام سره له طالبانو سره د روس یا کوم بل هیواد د وسلو شتون هیڅکله په دې دلالت نه کوي چې هغه هیواد دې له طالبانو سره مرسته کړې وي. بلکې بالمقابل له طالبانو سره د پخواني جهاد دوخت د روسي وسلو شتون دا ثابتوي چې د امریکایي یرغل په وړاندې اوسنی جهاد د پخواني  په شان د نړیوالو سترو لوبغاړو په اشر او مرسته نه دی روان، بلکې افغان مجاهد اولس یوازې د الله تعالی په مرسته او خپلو زړو وسلو او له وخت تیرو امکاناتو باندې جاري ساتلی. چې همدغه نقطه د روان جهاد او د طالبانو د استقلال او له هیڅ طاغوت سره د نه تړاو یو ښکاره دلیل او ویاړمن ثبوت دی.

د طالبانو تحریک د کابل د شل پلاري نظام په شان نه دی چې د لویې جرګې کیږدۍ ورته جرمني درولې، قاضیان یي ایټالیا روزي، پارلمان ورته هند جوړ کړ او د کلنۍ بودیجې ۹۰ فیصده ورته د امریکا کانګریس منظوروي. طالب د نن سبا په قحط الاحرار زمانه کې د خپلواکۍ هغه سمبول دی چې حتی د امریکا سي آی اې هم اعتراف کوي چې تراوسه یې له دې ډلې سره د بهرنۍ مرستې یا اکمال شواهد نه دي موندلي.

مخکینې مطلب

افغان سوله د امریکا د سولې ښکار ده

بل مطلب

د ولسي جرګې ننۍ ناسته: سبا به وکیلان ژمنۍ رخصتي پیل کړي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com