(کابل ټکی کام ۱۳۹۶مرغومی ۳۰ فرید افغان)
نن د ولسي جرګې اداري پلاوي د دې جرګې د شپاړسمې دورې په څوارلسمه ناسته کې رسماً اعلان کړه چې د دې جرګې وکیلان به سبا یکشنبه د دلوې په لومړۍ نیټه تر ۴۵ ورځو پورې د ژمي رخصتي پیلوي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي له ولسمشر غني وغوښتل چې په اړوند ولایاتو کې د وکیلانو د تحفظ په موخه دې سیمیزو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړي تر څو د هغوی د امنیت ساتنه وکړي.
دملي شورا د اداری هیئت د راپور ترمخه؛ دې جرګې په خپله کاري دوره کې ۵۴ عمومي یوه استیضاحیه ، ۱۴ استجوابیه او ۳۴ عادي ناستې درلودې چې پکې په ۱۰۵۰ مواردو بحثونه وشول.
اداري هیئت وویل چې دوی ته په دې موده کې د مراجعینو ۳ زره شکایتونه رسیدلي دي چې ځینې یې ارزولي او نور پاتې دي.
که څه هم یو شمیر نمایندګانو د خپلې کاري دورې د فعالیتونو توصیف وکړ خو د کابل دخلکو استازي رمضان بشردوست حاضرو استازو ته په خطاب کې وویل چې؛ که دوی په خپلو ګریوانونو کې سر ښکته کړي ورته معلومه به شي چې ټول وخت یې بیځایه تیر کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، که د ولسي جرګې غړي په ریښتونې توګه خپلو مسؤلیتونو ته ځیرشي ټول مشکلات به حل کیږي.
په ننۍ ناسته کې د ولسي جرګې رئیس عبد الرؤف ابراهیمي، د هغه لومړی مرستیال همایون همایون او د جرګې منشي عبد القادر ځاځي شتون نه درلوده.
یو شمیر استازو وویل چې د ژمي د رخصتیو له پیل سره سم ګڼ شمیر وکیلان وار دمخه بهرنیو هیوادونو ته دسیاحت په موخه تللي دي.
وکیلانو دا هم وویل چې ډیر کم وکیلان په دې ورځو کې له خپلو مؤکیلنو سره ګوري خو ډیری برخه یې یا په شخصي کاروبارونو او یا هم په بهرنیو هیوادونو کې په سیاحت تیروي

















