لیکنه : محمد زبیر هاشمی
حیران یم چې دسولې په مانا زه نه پوهیږم که داخلک !!!
ایا سوله دې ته وايي چې چا سره سوله کوي دهغو په وژنه کې نورهم زیاتوالی راشي ؟
ایا سوله دېته وايي چې اول یې خاوره ونیسه او د اشغال په حالات کې ورسره سوله وکړه ؟
ایا سوله دې ته وايي چې دین، مذهب، دود، فرهنګ يي اشغال کړه بیا ورسته دسولې ناري ورته ووهه؟
ایا سوله دې ته وايي چې په روزنتون يي بمونه ووروه ؟
ایا سوله دې ته وايي چې روغتون بمبار که ؟
ایا سوله دې ته وايي چې په ودونو يي بمونه وغورزوه ؟
ایا سوله دې ته ويي چې ځوانان يې په کلونو بندیان کړه ؟
ایا سوله دې ته وايي چې نیمه شپه کې يي کور باندی چاپې واچوي ؟
افغانستان کې دسولې داعيان هغه څوک دي چې د افغانانو په وینو يي لاسونه سره دي، دا درواغجن دي که دوی رښتیا سوله غوښتله نو دوی به دا نا حقه وژني نه کولي .
افغانان په سوله ډير مین خلک دي امن يي خوښ دي، دوی امریکا ته دجنګ لپاره ندی تللی بلکې امریکا راغلی او دافغانانو حریم يي اشغال کړي دی.
ایا ددغه سرو لښکرو په موجود ګۍ کې سوله پکار ده؟
ګرانه لوستونکیه په حیث دیو افغان ته فیصله وکړه .


















