برتانيا هم سوريه کې هوايي بريدونه پيل کړل

 کابل ټکی کام ۱۲لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

له امريکا روسيې او فرانسې وروسته برتانيا هم سوريه کې د داعش ډلې پر ضد هوايي جګړه پيل کړه.

د برتانیا دفاع وزرات ويلي، الوتکو يې نن سهار سوريه کې  د داعش پر مرکزونو بريدونه وکړل.

ياد هيواد وروسته له هغه دغه بمباري پيل کړه، چې پارلمان يې له ډېر بحث وروسته د بريدونو اجازه ورکړه.

د پارلمان ۳۹۷ غړو د برتانيا د لومړي وزير ډيويډ کامرون دغه وړانديز تاييد کړی او ۲۲۳ نورو يې مخالفت کړی، چې وروسته پر دې اتفاق وشو چې دا حملې دې پيل شي.

امريکا د برتانيا د دغې پرېکړې هرکلی کړی، ولسمشر اباما په دې اړه ويلي، چې د داعش ضد جګړه کې يې برتانيا يو مهم همکار دی.

د برتانيا د پارلمان مخې ته سلګونو خلکو د يادې پرېکړې پر ضد مظاهرې کړې دي او زياته کړې يې ده، چې شونې ده په دې بريدونو کې ولسي خلک ووژل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button