دولت وژلی ملا عبدالله سرحدي پخپله غږیزه مرکه کې خپله وژنه او د خپل مشرتابه ټپي کېدل، رد کړل

کابل ټکی کام ۱۲لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ دولتي رسنیو خبر ورکړ چې د کوئټې ښار په کچلاغ نومې سیمه کې د ملا عبدالله سرحدي نومې قومندان په کور کې د طالبانو د مشرتابه او د نورو جنګیالیو تر منځ نښته را منځته شوې چې ملا عبدالله اخند پکې وژل شوی، او د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور مرګونی ټپي شوی او د کوئټې یو روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی دی.
که څه هم د طالبانو ویاند ښاغلي قاري یوسف احمدي دغه پېښه په کلکه رد کړه او دا یې د خپل دښمن پروپاګند او بې بنیاده تبلیغات وبلل.
وروسته د طالبانو لپاره د وردګو ولایت مرستیال ښاغلي ملا عبدالله سرحدي سره په یوه غږیزه مرکه کې خپله وژنه، او د خپل مشرتابه ملا اختر محمد منصور ټپي کېدل په کلکه رد کړل.
نوموړي د طالبانو له ویاند سره په مرکه کې وویل چې «دا هیڅ حقیقت نلري، دا هیڅ پېښه شوې نه ده، نه به دا پېښه شي، دا کېدلی نشي چې زمونږ امیر زمونږ په کور کې وي او یو څوک به لاس ور اچوي، هغه زمونږ امیر دی، مونږ یې هر امر ته تابع یو، او هغه ژوندی دی.»

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button