هلمند: طالبانو پوسته نيولې- اووه پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۲) د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړی، چې له کبله يې اووه پوليس وژل شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې پژواک ته د ويلي، طالبانو تېره شپه د سلواغې په سيمه په امنيتي پوسته بريد وکړ، په ترڅ کې يې اووه پوليس ووژل شول او يو بل ټپي شو.

په عين حال کې د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم په ياده سيمه کې پوليسو ته د مرګ ژوبلې اوښتل تاييدوي خو په اړه يې کره معلومات نه دي په ډاګه کړي.

له بله پلوه طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې ولسوالۍ مربوط د چوغکو کلا په سيمه کې يې له سنګوري اربکيانو يوه پوسته نيولې او پکې ميشت اته تنه اربکيان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

طالبان وايي، د بريد په پايله کې پوسته او يو موټرسايکل په مکمله توګه ويجاړ شوي او دغه راز د وژل شويو پوليسو اته ميله سپکې- درنې وسلې او په پوځي توکي يې هم نيولي دي.

د ګرمسير ولسوالۍ له مرکز پرته نوره ټوله ولسوالۍ باندې طالبان واکمن دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button