آیا یواځې ښاریان بشر دي؟ کلیوال بشر نه دي؟

ډاکټر آصف

د خلقیانو او پرچمیانو د بقایاو نه یو کس په یوه مجلس کې وویل چې په خدای هغه ورځ مې نه هیریږی چې کله مجاهدینو پر جلال آباد ښار توغندي وویشتل او خلک داسې او هسي پراته وو؟؟؟ ته او خدای دا له بشر سره ظلم نه و؟

ما ورته په ځواب کې وویل چې: او هغه چې روسانو او د هغوی تالي څټو پر کلیو او بانډو ړندې بمبارئ کولې او اوبوس توپونه او سکډ توغندي یې پرې ویشتل او  بې ګناه سپین ږیری، ښځې او ماشومان پکې وژل کیدل آیا هغه بشر نه و؟؟

فبهت الذی کفر

حیران شو، ایله یې دومره وویل چې ولی نه هغه هم بشر و خو…

ما ورته ویل نو خو یې څه مطلب؟؟؟

که اوسني حالت ته وګورو نو اوس هم همدغه حال دی، خو په دومره توپیر سره چې که نن سبا په ښار کې هم څوک ووژل شي خو که د غوړې کورنۍ څخه وي نو ټول پرې ویش او وی کوي، خو که کوم خوارپړتي ووژل شي والله که یی څوک په انسانانو کې هم حسابوي.

او د اطرافو او کلیو او بانډو خلک خو پریږده، هغوی خو نن سبا په دې دموکراسي کې والله که په چارپایانو کې هم حساب کړي.

په نیمه شپه کې په یخه یخنۍ کې لاټین په لاس او بیلچه په لاس به بزګر لګیا وی او په خپلو پټو او باغونو کې به په اوبه خور بوخت وي، خو د دموکراسۍ هلیکوپتر به ورته کیني او هغه له بیلچي سره یو ځای پورته کړي او د امریکایانو په بیس کې به یې کوز کړي او تحقیقات به تری روان وي چې تا په توره شپه په پټیو کې څه کول، ولې د ورځې اوبه خور نه کوی.

چې تر څو یی تحقیقات مکمل کیږی نو هم پری میاشتې تیری شوی وی.

اوس که په ښار کې څوک ووژل شي نو شور او فغان یې تر آسمانه رسي، خو که خواران او بیچاره ګان اطرافیان په زرګونو هم ووژل شي هغوی څوک په انسانانو کې نه شمیري.

لعنت دې وي پر  دموکراسي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button